د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سوېډن د افغانستان بشري صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه، چې له نژدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په اېکسپاڼه کې د دې مالي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته دا توان ورکړي چې په ټول افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته په چټکۍ ځواب ووایي.
د یادې ادارې په وینا، د سوېډن نوې مرسته به د هغو بشري شریکانو وړتیا پیاوړې کړي چې د بحرانونو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، څو د ناڅاپي بېړنیو حالاتو چاره وکړي او اړمنو خلکو ته سمدستي مرستې ورسوي.
دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې افغانستان لا هم له سترو بشري بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.