د افغانستان، سریلانکا او هند د الف لوبډلو د لوبلړۍ څلورمه سیالي

د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه سیالي کې نن (دوشنبه) د هند او سریلانکا الف لوبډلې د دوهم ځل لپاره میدان ته وځي.

په دې سیالیو کې، چې سریلانکا یې کوربه دی، هر ټیم له بل سره دوه سیالۍ کوي.

په لومړۍ مسابقه کې هند د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان بیا لومړۍ سیالي له هند څخه ګټلې وه خو سریلانکا بیا افغانستان ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان الف لوبډله، چې ابدالیان نومېږي، له هند سره په دوهمه سیالۍ کې د چهارشنبې په ورځ مخامخ کېږي.

په همدې ورځ به د افغانستان ملي لوبډله، چې د هند په سفر ده، د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د دوهمې یو ورځینۍ مسابقې لپاره میدان ته ووځي.