قالیباف: پر بیروت د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د توافق بهیر دوام نه شي موندلی

د ایران د اسلامي جمهوریت مخکښ مذاکره کوونکي، محمدباقر قالیباف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډه (ضاحیه) د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې د بهیر دوام نه نور ممکن نه دی.

قالیباف په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ضاحیې پر سیمه د اسرائیل وروستي برید یو ځل بیا وښوده چې امریکا یا د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې د پلي کولو توان نه لري. هغه واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل ملاتړ او ورته «شنه اشاره» ورکول به له ایران څخه د امتیاز ترلاسه کولو لاره نه وي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان د حزب الله ډلې اړوند هدفونه په ضاحیه کې په نخښه کړي او ادعا یې کړې چې دغه برید د اسرائیل پر خاوره د حزب‌الله د توغندويي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

له امریکا سره په روانو خبرو کې د ایران په شرطونو کې یو هم دا دی چې د بیروت په جنوبي سیمو کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسرائیل یریدونه باید ودرول شي.

تېره اوونۍ هم په ضاحیه کې د اسرائیل برید د ایران او اسرائیل ترمنځ د متقابلو بریدونو سبب شو، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران او واشنګټن د احتمالي توافق پر بهیر یې اغېز کړی و. خو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د دواړو لورو د بریدونو لړۍ ودرول شوه.