یوناما د یکشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې ویلي چې امنیت شورا به په افغانستان کې د دې ماموریت د راتلونکي رول او دندې په اړه پرېکړه وکړي.
د یوناما په وینا، غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجې، چې د کابل د ماښام ۶:۳۰ بجې کېږي، پیل شي.
امنیت شورا په وروستي ځل د یوناما ماموریت د درېیو میاشتو لپاره غځولی و، څو دا اداره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او غړي هېوادونه یې د راتلونکي رول او لومړیتوبونو په اړه سلا مشورې وکړي.
له ۲۰۰۲ کال راهیسې، چې یوناما د طالبانو د پخواني حکومت له پرزېدو وروسته جوړه شوې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هر کال د دې ماموریت موده غځولې ده.
د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان دیپلومات غوث جانباز وايي، په افغانستان کې د ملګروملتو د ماموریت پر سر د لویو هیوادونو ترمنځ اختلاف د دې سبب شوی چې د یوناما ماموریت د پخوا په شان د یو کال پر ځای د لنډ وخت لپاره تمدید شي.
جانیاز: د لویو هیوادونو په ګټو کې ټکر د یوناما د ماموریت پر سر د اختلاف سبب شوی دی
«په نړیوالو قضایاوو کې کله چې ماموریت د لنډې مودې لپاره ټاکل کېږي یا تمدیدېږي هغه په دې معنا ده چې ګډونوال هیوادونه یا شامل قدرتونه په ځینو بینادي مسایلو کې همږغي نه لري، د هغوی منافع په ټکر کې واقع کېږي، د همدې لپاره ماموریت د لنډې مودې لپاره غځول کېږي څو په دې موده کې سلا مشورې وشي ، د نظریاتو تبادله وشي او یو نهايي تصمیم ونیول شي چې د دغو قدرتونو (د ټولو) منافع په یو ترتیب خوندي اوسي. دا ښکاره ده چې دا هیوادونه اوس د افغانستان په اړه ورته نظر نه لري چې یوناما به په افغانستان کې څه کوي.»
ښاغلی جانباز په عین حال کې وايي، هغه دندې چې یوناما ته د دې ماموریت د پیل په کلونو کې په پام کې نیول شوې وې، نور هغه مطرح نه دي ځکه چې شرایط بدل شوي او د متحدو ایالتونو، روسیې او چین پالیسي هم بدله شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یوناما د افغانستان د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او تعامل مهمه سرچینه بلل کېږي.
یوناما د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو او تعامل مهمه سرچینه بلل کېږي
.
ملګرو ملتونو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان د ژور بشري ناورین له امله په دې هېواد کې د نړیوال حضور دوام ضروري دی. د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې لا هم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او اقتصادي ستونزو، بېځایه کېدو او د اقلیمي بدلونونو اغېزو پر زیانګالو ټولنو فشار زیات کړی دی.
همداراز، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو راتلونکی تر ډېره د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له موضوع سره تړلی پاتې شوی دی. ملګرو ملتونو او ګڼو غړو هېوادونو څو ځله غوښتنه کړې چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو، د ښځو پر کار او په عامه ژوند کې د هغوی پر ګډون لګېدلي محدودیتونه لرې شي.
د بشري حقونو موضوع هم د امنیت شورا د افغانستان اړوند بحثونو مهمه برخه پاتې شوې ده. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د مدني ازادیو، رسنیو د ازادۍ او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې محدودیتونه زیات شوي، او ګڼ هېوادونه وايي چې همدغه موضوعات به له افغانستان سره د راتلونکو اړیکو او په هېواد کې د نړیوالو بنسټونو د ماموریتونو په اړه د هغوی پر تګلارې اغېز ولري.