له درې کاله خوارۍ ورسته، د نړیوال جام په لور
"زه په تمرینې کمپ کې وم، چې نوی نوملړ اعلان شو، زما نوم هم په کې راغلی و."
زه په تمرینې کمپ کې وم، چې نوی نوملړ اعلان شو، زما نوم هم په کې راغلی وشیرزاد
افغان ځوان زاهد شیرزاد اوس د کرکټ د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره، کاناډا لوبډلې ته لوبېږي.
دا چې زاهد څنګه وتوانید دا بریا خپله کړي ازادي راډیو ته یې وویل:"دا د icc د کوالیفای راونډ میچونه دي، دوی به همیش ماته سپارښتنه کوله چې تمرینونه کوه، چې کله وړ شوې نو ټیم ته دې راولو، خو زه له اول سره پوهیدم چې د اصلي نوملړ برخه به شم، ځکه له حالاتو انسان پوهیږي، نو بیا مو څو تمرینې میچونه هم وکړل."
زاهد شیرزاد د کاناډا د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو، د چټک توپ اچونکي په توګه لوبېږي، دی وايي، هغه هیواد کې بل سیال نه لري.
" زه تیز بالر یم، تیز توپ اچونکی، دوی په دې ټول ملک کې داسې تېز بالر نه لري چې د بال سرعت یې ۱۴۵وي، او دوی اړتیا هم ورته لري، نو زه دلته یواځنی بالر یم چې د بال سرعت مې زیات دی."
په دې اړه نور:
فرید درانی څنګه د افغانستان د معلولانو د کریکټ لوبډلمشرۍ ته رسیدلی؟زاهد ازادي راډیو سره خبرو کې دا هم وویل، چې له ماشومتوب یې کرکټ کاوه او د افغانستان په ټولو کورنیو لوبو کې لوبېدلی دی.
په افغانستان کې خو مې له ډېر ماشومتوب کرکټ کاوه، ان د ملي لوبډلې تر تمریناتي کمپونو پورې ولاړم، کورنۍ سیالۍ مې کړي، هغه که شپږیزه ده، لیسټ اې سیالۍ دي او که ولایتي، نو په ټولو کې مې ښې لاس ته راوړنې درلودې
" په افغانستان کې خو مې له ډېر ماشومتوب کرکټ کاوه، ان د ملي لوبډلې تر تمریناتي کمپونو پورې ولاړم، کورنۍ سیالۍ مې کړي، هغه که شپږیزه ده، لیسټ اې سیالۍ دي او که ولایتي، نو په ټولو کې مې ښې لاس ته راوړنې درلودې، خو چانس نه راکول کېده. "
۲۵ کلن زاهد چې د ننکرهار ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د کونړ پوهنتون اقتصاد پوهنځی یې لوستی او څه باندې درې کاله کېږي چې له کابل تورنتو ته تللی دی.
دی زیاتوي هیله لري چې یوه ورځ په نړیوالو ډګرونو کې خپل هیواد ته هم ولوبېږي.
"که د افغانستان ملي لوبډله مانه غوښتنه وکړي چې راشه دلته ولوبېږه، خپل هیواد ته ولوبېږه، طبعاً خپل هیواد خو د هر چا خوښېږي، کومه مینه چې د خپل هیواد وګړي خلکو ته ورکوي، هغه ډېر فرق کوي نسبتاً دې ته چې سړی بل هیواد ته ولوبېږي، خو ځني وختونه یو شمیر مجبوریتونه وي، چې سړی دې ته اړ کړي چې خپل هیواد پرېږدي او بل هیواد ته ولوبېږي."
د کاناډا کرکټ بورډ په خپله فیس بوک پاڼه د زاهد شیرزاد د عکسونو په خپرولو د هغه د ښه لوبېدو ستاینه کړې چې ورته د یو ورځینو لوبو د خولې ورکولو تصویر هم په کې شته.
که څه هم کرکټ په افغانستان کې ډېره مخینه نه لري خو افغان ځوانان په کې ښه ځلېدلي، چې دا دی د خپلې لوبډلې تر څنګ په نورو نړیوالو لوبډلو کې هم د لوبېېدو چانس یې خپل کړی دی.
دغه شان دوی د نړۍ په مشهورو سوداګریزو لوبو کې هم ښې وړتیاوې له ځان ښودلي چې د کرکټ مینوالو، ان د کرکټ څارونکو او نړیوالو مبصرینو پام یې هم ځانته اړولی دی.