په افغانستان کې یوشمېر معلولان د ټولنې او کورنۍ پر اوږو بار دي، خو ځینې بیا داسې دي چې توانیدلي د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
په دوی کې یو فرید درانی دی چې د افغانستان د معلولانو کریکټ لوبډلمشر دی."کله چې سره صلیب کمیټې ته ولاړم، هلته یې امساګانې راکړې خو راته یې وویل چې ته په کور بوج نه شې او خپله پرمختګ وکړه، هماغه وخت کې ما الله ج سره ژمنه وکړه چې زه به له دې معلولیت سره یو مقام ته ځان رسوم."
هغه ځوان چې د ژوند ستونزو ته یې سر نه دی ټیټ کړی، نن د افغانستان د زرګونو معلولینو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلی او نړۍ ته یې دا پیغام رسولی چې بریا د بدن په ځواک نه، بلکې د ارادې په پیاوړتیا ترلاسه کېږي.
دی د افغانستان د ولچیر کرکټ ملي لوبډلې مشر ۳۶ کلن فرید درانی دی چې وایي له ماشومتوبه یې ورزش ته مخه کړې او معلولیت یې نه یوازې د پرمختګونو مخه نه ده نیولې بلکې په قوي ارادې یې له خپلې لوبډلې سره په ګډه د افغانستان لپاره ویاړونه هم ګټلي دي.
دی چې د پنځو ماشومانو پلار او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ۲۰ کاله د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) سره د ولچیر باسکټبال لوبډلې کې په هېواد دننه او بهر سیالیو کې لوبېده خو له کابو څلورو کلونو کې راهیسې یې کرکټ ته یې مخه کړې او اوس د افغانستان د ولچیر کرکټ ملي لوبډلې مشر دی:"کورنۍ لوبې مو ډېرې کړي، خو یو سفر مو پاکستان ته درلود چې څلور ورځنی سریز و د شکر ځای دی چې دا مو لومړی سفر و او د هغوی (پاکستان) شپاړلس کلڼ ټیم ته موږ ماتې ورکړه او هغه ځای نه مو اتلولي راوړه، نورې مې له دوه سوو تر دوه نیمو سوو کورنۍ لوبې کړې دي، په ولچیر باسکټبال ټیمونو کې مې هم له ۲۰۰۲ کال راهیسې لوبې پیل کړې وې."
فرید وایي کله چې شپږ میاشتنی و، د تبې لپاره د کوم ډاکتر لخوا ورته د لګول شوې پیچکارۍ سره په پښو معلول شوی دی.
دی له ګڼو اقتصادي ننګونو او فشارونو سربېره پر دې توانېدلی چې د خپلې ۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي هم وکړي او د هېواد بیرغ د ویاړ تر پولو ورسوي.
د افغانستان د ولچیر کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې له پاکستان سره سیالي درلوده چې له خپلې لوبډلې سره په ګډه پاکستان ته په ۱۷۷ منډو د ۱۴۶ منډو او شلو اورونو کې ماتې ورکړې ده.
فرید وایي، له ماشومتوبه د ژوند له سختو ازموینو سره مخ شوی، خو هېڅ کله یې خپل خوبونه نیمګړي نه دي پرېښي.
د ده په خبره که څه هم معلولیت د هغه د وجود یوه برخه ده، خو د فکر، ارادې او استعداد مخه یې نه ده نیولې، د ورزش له لارې یې نه یوازې خپل شخصیت جوړ کړی، بلکې هڅه یې کړې چې زرګونو نورو معلولینو ته هم د امید او باور پیغام ورسوي.
خو د دې بریاوو تر شا د هغه د ژوند بله څېره هم شته. اقتصادي ستونزې، د کاري فرصتونو نشتوالی او د ورځني ژوند فشارونه هغه ننګونې دي چې نوموړی ورسره لاس او ګرېوان دی.
خو فرید وايي، لا هم د خپل هېواد د ویاړ لپاره تمرین کوي، سیالیو ته چمتووالی نیسي او د راتلونکو بریاوو خوبونه ویني:"ما چې ژوند کې دومره سختې او محتاجۍ ګاللي نه غواړم چې اولادونه یا کورنۍ مې داسې سختې تېرې کړي، زما هیله دا ده، چې راتلونکې کې داسې ځای ته ورسېږم چې د دوی راتلونکی جوړ کړم، چې ماشومان مې راتلونکي کې ونه وایي چې پلار مو معلول و او موږ وروسته پاتې شو، نور (ورزش) کې هم خپلې وسې مطابق خپله ډېره هڅه کوم، ځکه که تمرین او فټنس ونه لرې چېرې نه شې رسېدلی."
د ده په باور، که مناسب فرصتونه او ملاتړ ورته برابر شي، معلولین کولای شي د ټولنې په هر ډګر کې سترې لاسته راوړنې ولري او د هېواد لپاره ویاړونه وګټي.
د ولچیر کرکټ په ډګر کې د هغه هڅې او قربانۍ د دې لامل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله په بېلابېلو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري. نوموړي د لوبډلې د مشر په توګه تل خپلو ملګرو ته د یووالي، زغم او مبارزې درس ورکړی او هڅه یې کړې چې د هېواد نوم په نړیوالو ډګرونو کې روښانه وساتي.
داسې مهال چې په دغه هیواد کې لا هم ګڼ معلول له بېلابېلو ستونزو له دې ډلې د خپلو معاشونو او حقونو نه تر لاسه کولو، اقتصادي ننګونو، بې کارۍ او بد بشري وضعیت سره مخ دي.