په جرمني کې میشتو لسګونو افغانانو د جرمني په دوسلدورف او د فرانسې په پاریس ښارونو کې د شنبې په ورځ د جوزا په ۲۳مه په هرات کې د ښځو د نیولو او په دغه ولایت کې له معترضانو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکو د افغانستان د پخواني جمهوري نظام په درې رنګه بیرغ او د طالبانو د سیاستونو پر ضد شعارونو سره د ښځو د زده کړو، کار او آزادۍ په ملاتړ په دې مظاهرو کې ګډون وکړ.
هغوی په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت پر سیاستونو، په ځانګړي ډول په هرات کې د ښځو د نیولو او له معترضانو سره د طالبانو پر چلند انتقاد وکړ.
زموږ له غوښتنو څخه یوه دا وه چې باید په افغانستان کې د ښځو هر اړخیز ملاتړ وشي
د دوسلدورف د اعتراضونو یوه تنظیموونکي نبي قرباني آزادي راډیو ته وویل: "زموږ له غوښتنو څخه یوه دا وه چې باید په افغانستان کې د ښځو هر اړخیز ملاتړ وشي. د افغانستان ښځې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، په سخت وضعیت کې دي او په کورني زندان کې ژوند کوي."
قرباني همدارنګه په جرمني کې د طالبانو ډیپلوماتانو ته د افغانستان د ځینو قونسلګریو د سپارلو او بروکسل ته د هغوی د استازو پر بلنې هم نیوکه وکړه.
په دوسلدورف ښار کې د بښنې د نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل استازولۍ، چې د دې اعتراضونو له تنظیموونکو څخه وه، په خپله اعلامیه کې چې د دې سازمان په وېبپاڼه کې خپره شوې، په هرات د ښځو نیول او له معترضانو سره د طالبانو چلند غندلی او له افغان ښځویې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
دلته راټول شوي وو څو یو ځل بیا خپل غږ پورته کړو د هغو کسانو پر ضد چې په افغانستان کې ښځې د تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او حتی وژنو سره مخ کوي
د فرانسې په پاریس ښار کې د شنبې د ورځې د اعتراضي لاریون یوه ګډونوال سروش آزادي راډیوته وویل: "نن موږ د مدني ټولنې یو شمېر فعالان، ښځې او نارینه دلته راټول شوي وو څو یو ځل بیا خپل غږ پورته کړو د هغو کسانو پر ضد چې په افغانستان کې ښځې د تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او حتی وژنو سره مخ کوي. نن موږ غږ پورته کړ، نه یوازې موږ، بلکې د فرانسې د مدني فعالانو یوه لویه ډله هم له موږ سره همغږي شوه."
اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض، په ځانګړي ډول د هغوی د نیولو او په هرات کې د معترضانو د ځپلو په وړاندې اقدام وکړي.
هغوی همدارنګه بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې په اړه نیوکه وکړه او له اروپایي هېوادونو یې وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي.
د جمعې په ورځ هم د جرمني په شتوتګارت ښار کې ورته اعتراضي لاریون د لسګونو افغان مهاجرو په ګډون ترسره شوی و.
دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ په هرات کې هغه اعتراض په زور وځاپه چې د ښار په یوه سیمه کې د ښځو د وروستیو نیونو په غبرګون کې ترسره شوی و.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما)، د بشري حقونو د څارسازمان او د ملګرو ملتونود کارپوهانوپه ګډون د بشري حقونو بنسټونو په خپلو راپورونو کې ویلي چې طالبانو معترضان وهلي ټکولي او پرهغوی یې ډزې کړي دي.
خو په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید مسعود حسینی فرانس پرس ته د معترضانو پر ضد د هر ډول وسلې کارول ردکړي او معترضان یې تورن کړي چې غوښتل یې "عامه نظم ګډوډ کړي."
خو له دې سره سره د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د هرات د معترضانو په وړاندې له حد څخه زیات زور کارولی او د دې تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان، چې یو هلک هم پکې شامل و، وژل شوي او تر شلو زیات کسان ټپیان شوي دي.
په دې اړه نور:
د ملګرو ملتونو کارپوهان: په هرات کې د لاریونوالو پر وړاندې د ډزو او زور کارونې په اړه دې شفافې څیړنې وشيد هرات د اعتراضونو د ځپلو ترڅنګ، په دغه ښار کې د ښځو نیولو هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یوناما تایید کړې چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې او پولیسو له خوا د جون له ۶مې تر ۷مې پورې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب له اصولو د سرغړونې په تور نیول شوې دي.