د هغو روباټونو د روزنې لپاره وجوره چې ښايي د انسان ځای ونیسي
د هغو روباټونو د روزنې لپاره وجوره چې ښايي د انسان ځای ونیسي
Your browser doesn’t support HTML5
د هند د چنای ښار په یوه ساده پخلنځي کې، ناګیریدي سریرامیاچاندرا په داسې حال کې چې یوه کوچنۍ کمره یې پر تندي تړلې ده، په خوړو چمتو کولو بوخته ده.
هغه د میلیونونو نورو ښځو په څېر د کور ورځني کارونه ترسره کوي، خو دا ځل د هغې هر حرکت، د لاس هره ښورونه، د لوښو هر انتقال او هره کوچنۍ پرېکړه په دقت سره ثبتېږي.
هدف یوازې د خوړو پخول نه دي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا د روباټونو د نوې نسل روزنه ده، چې تمه کېږي یوه ورځ همدا کارونه ترسره کړي.