د بندیزونو په سیوري کې افغان ځوانان په پټه موسیقي اوري

داسې مهال چې په افغانستان کې کې د موسیقۍ پر غږولو سخت محدودیتونه لګول شوي، لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې خلک د خوښیو په مراسمو کې په پټه د موسیقۍ پروګرامونه ترسره کوي.

په افغانستان کې مشهوره ده چې مړی په ژړا او واده په خندا ښه ښکاري، خو یو شمېر ځوانان وايي د طالبانو له لوري د ښادیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندیز د دوی د خوښۍ مراسم اغیزمن کړي دي.

دوی وايي که څه هم په پټه د موسیقۍ محفلونه کېږي، خو دا هر څه له ویرې او اندېښنې سره مل وي.

د ننګرهار یو اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:«دې حالاتو زموږ د خوښۍ مراسم ډېر اغیزمن کړي دي، لکه څنګه به مو چې مخکې د بیلابیلو مراسمو پر مهال د موسیقي پروګرامونه نیول اوس هغسې نه کیږي، خو بیا هم کله کله خپل شوق‌پالو خو په پټه ځکه ویره زیاته وي او طالبان هم اجازه نه ورکوي.»

په لغمان کې هم ورته وضعیت دی.

د دغه ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل موسیقۍ د ژوند یوه برخه ده او دوی کله ناکله د خوښیو په مراسمو کې په پټه د موسیقي پروګرامونه برابروي:« اول خو ځای نه پیدا کیږي، خو ډېر وخت د کوم ملګري په کور کې تلخونه یا زېرزمیني پیدا کوو، بله خبره داده چې هنرمندان هم په اسانۍ نه پیدا کیږي، بیا چې پیدا شي هم ظمانت غواړي، او بیا موسیقي کوي.»

یو شمېر هنرمندان هم وايي چې دوی اوس یوازې له محدودو کسانو سره کار کوي، ځکه د دوی په وینا د باور فضا ډېره محدوده شوې او ویره تر دې حده ده چې له هر چا سره نه شي تللی.

په پلازمېنه کابل کې یو سندرغاړی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي څو ځله د موسیقۍ د غږولو پر مهال له ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وویل:«څو، څو ځل یې ونیولو، وې وهلو، د موسیقۍ الات یې راته مات کړل، بندیان یې کړو، او ژمنه یې واخیسته چې موسیقي به نه کوو، خو موږ څه وکړو، بله لاره نه لرو، بل کسب مو نه دی یاد او اولادونه او کورنۍ را په غاړه ده باید نفقه ورته پیدا کړو.»

یو بل سندرغاړی چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ژوند شرایط یې ډېر سخت شوي دي.

هغه وویل: «موسیقي کوو، خو په ډېرې ویرې، او که رښتیا درته ووایم اوس هغسې خوند هم په کې نشته، ځکه د تېر حکومت پر مهال خلکو وسه لرله، پیسې وې، کار او روزګارونه جوړ وو، خو اوس هم کیږي خو ډېر کم، بس ایله همدومره کوو چې خپلو بچیانو ته یوه مړۍ نفقه پیدا کړو.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته په هیواد کې د هر ډول موسیقۍ په غږولو سخت محدودیتونه لګولي، او دا محدودیتونه لامل شوي چې په ښکاره د موسیقۍ پروګرامونه ونه شي خو په پټه د خلکو د خوښۍ دا ډول ناستې ښيي چې هنر په بشپړ ډول نه شي ختمېدای—بلکې یوازې بڼه بدلوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده او په افغانستان کې هیچاه ته د موسیقۍ د غږولو او اورېدو اجازه نه ورکول کیږي خو یو شمېر سندرغاړي وايي په دې هېواد کې له هر ځل بدلون وروسته تر ډېره دوی ځپل شوي او هنر زیان لیدلی دی.

د طالبانو حکومت دغه راز په تېرو نږدې پنځه کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې زرګونه د موسیقۍ الې هم ماتې کړي دي او په یو شمېر ولایتونو کې یې د هنرمندانو د نیولو او ورسره د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول شوي دي.

په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیزونه نوې پدیده نه ده.

په تېرو لسیزو کې هم د هېواد په بېلابېلو سیاسي بدلونونو کې پر موسیقۍ محدودیتونه لګېدلي وو.

د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې هم د موسیقۍ پر غږولو او اورېدلو بندیزونه موجود وو، او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا محدودیتونه لا سخت شوي وو.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، د طالبانو د رژیم له نسکورېدو سره دا بندیزونه له منځه ولاړل او په هېواد کې د موسیقۍ او هنري فعالیتونو لپاره نسبي ازادي رامنځته شوه. په دې دوره کې ګڼ شمېر هنرمندان بېرته هېواد ته ستانه شول او نوي نسل هم په دې برخه کې روزنه ترلاسه کړه.

خو له ۲۰۲۱ کال وروسته یو ځل بیا د موسیقۍ پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګېدلي دي، چې له امله یې هنرمندان له جدي اقتصادي او مسلکي ستونزو سره مخ شوي دي.

د غیر رسمي اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د سندرغاړو او ساز غږوونکو شمېر له نږدې شل زرو کسانو ته رسیږي، چې ډېری یې اوس مهال د محدودو اقتصادي فرصتونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.