امریکا یو شمېر افغان او ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د افریقا لویه وچه

امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په لړ کې د ایران، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یوه چارټر الوتکه د پنجشنبې په شپه له لوېزیانا ایالت څخه والوته او په غانا کې له لنډې دمې وروسته د جمعې په شپه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته ورسېده.

د الوتکې د مسافرو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو لږ تر لږه دوه ایراني مېرمنې هم پکې شاملې وې، چې د امریکا د کډوالۍ محکمې له خوا یې د موقتي استوګنې اجازه او د نه ایستلو حکم ترلاسه کړی و.

د بشري حقونو وکیلانو ویلي چې له دغو مېرمنو څخه یوه مسیحي مذهب ته اوښتې او بله سیاسي او ټولنیزه فعاله ده. د هغوی وکیلان وایي که ایران ته بېرته ولېږدول شي، د شکنجې یا حتی اعدام له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د دغو کسانو د ایستلو په اړه پوښتنې او اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د امریکا حکومت ایران «ترهګر رژیم» بولي او ورسره په سخت کړکېچ کې دی.

مرکزي افریقا جمهوریت له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، او هغه کسان چې هلته لېږدول شوي، د خپلې نامعلومې راتلونکي په اړه سختې اندېښنې لري.

له دې سره په یو وخت د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.