رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له ایران سره د امریکا او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پیل د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویلي چې متحده عربي امارات د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.
د راپور له مخې، دا اقدام د ایران له لوري د جګړې په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو له درنو بریدونو وروسته د یوه تاکتیکي بدلون په توګه ارزول کېږي.
رویټرز د څلورو سرچینو له قوله ویلي چې دوو سیمهییزو سرچینو د ۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې درې میلیارد یې ایران ته لېږدول شوي دي. دوو نورو سرچینو بیا د دې موافقې ارزښت ۲۰ میلیارد ډالره ښودلی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران له خوا پر اماراتو د بریدونو د درولو په بدل کې شوی دی.
خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په لومړیو ساعتونو کې په یوه خبرپاڼه کې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړل او ویې ویل چې ایران ته د پیسو د لېږد، په ځانګړي ډول د درې میلیارد ډالرو د انتقال ادعاوې، بېبنسټه دي.