۸۳ امریکايي قانون جوړوونکو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د دواړو ګوندونو ۸۳ قانون جوړوونکو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي چې د قطر له «السلیه» کمپ څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو د لېږدولو پلان تر هغه وځنډوي څو کانګرس ته بشپړ حقوقي، تخنیکي او بشري معلومات وړاندې نه شي.

قانون جوړوونکو په خپل لیک کې د دې لېږد حقوقي بنسټ، په کانګو کې د احتمالي استوګنې شرایط او د کډوالو اوږدمهاله وضعیت په اړه وضاحت غوښتی او د جون تر ۲۴مې یې د رسمي راپور غوښتنه کړې ده.

دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه ایستل شوي وو او په قطر کې د امریکا د بیا مېشتېدو په تمه پاتې دي. ډېری یې د امریکايي پوځ، قراردادي شرکتونو، مرستندویو بنسټونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو پخواني کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ماموریتونو ملاتړ کوونکي افغانان لا هم له جدي خطر سره مخامخ دي او واشنګټن باید له افغانستانه د هغوی د ایستلو پر مهال د بیا مېشتېدو ژمنې عملي کړي.