ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»

نوموړي د ایران چارواکي «بې‌باوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بې‌پیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».