د طالبانو د مشر تازه بندیز؛ دولتي کارکوونکي د کار په ځای کې موبایلونه نشي کارولی

په داسې حال کې چې په نړۍ کې ورځ بلې ته د ټکنالوژۍ اړوند پرمختګونه نوي کېږي او په اکثرو ځایونو، ادارو او دفترونو کې د اداري کارونو لپاره ځیرک موبایلونه کارول کېږي، د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ټولو دولتي او نظامي ادارو کې یې پر کارونې د بندیز امر کړی دی.

دا موضوع د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت مسولیو ازادي راډیو سره خبرو کې مطرح کړه او ویې ویل چې په شفاهي ډول ورته دا امر شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ د« غبرګولي په ۲۱» یې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ته لا رسمي مکتوب نه دی راغلی خو یو شفاهي امر دی چې په ادارو کې د رسیماتو پر مهال دا (موبایلونه) ونه کارول شي،او دا د مراجعینو د کارونو د چټکتیا لپاره دی،خو دلته بدخشان کې زموږ ادارو کې تر اوسه ځکه نه دی عملي شوی چې موږ ته لا د وزارت لخوا مشخص رسمي مکتوب نه دی راغلی".

په درې نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې ورته مسایل مطرح کړل او ویې ویل چې د ملا هبت الله دا امر ځینو ته درې ورځې مخکې او ځینو ولایتونو کې شاوخوا یوه اونۍ مخکې رسېدلی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې امر کره نېټه مشخصه نه ده خو په هلمند کې د طالبانو د حکومت یو چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا امر درې ورځې وړاندې د یو رسمي مکتوب له لارې تر لاسه کړی او په خبره یې ټاکل شوې د « محرم الحرام میاشتې له لومړۍ نېټې» راهیسې په بشپړ ډول عملي شي.

د یادونې ده چې له کابو درې ورځو راهیسې په افغانستان کې پر خواله رسینو د طالبانو د حکومت د ځینو غړو لخوا د ځیرکو موبایلونو د ماتولو ویډیوګانې هم خپرې شوي او ځینو کورنیو رسنیو د طالبانو یو چارواکي ته منسوب داسې غږیز پیغام هم خپور کړی چې په کې د ملا هبت لخوا د هېواد د ۸ زونونو نظامي مسولینو سره د مجلس خبره کوي چې په خبره یې نوموړي ټولو نظامي او دولتي ادارو ته د ګرځنده ټلیفونونو د ماتولو او راټولو امر کړی او زیاتوي چې «که په رښتیا یې ملا هبت الله سره بیعت کړی وي، باید دا امر ومني او خپل موبایلونه یا مات او هم د ژر تر ژره ټولولو اطمینان ورکړي»، خو ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

په کابل کې د طالبانو حکومت د څو مختلفو ادارو لوړپوړو مسولینونو بیا ازادي راډیو ته په استولو لیکلي پیغامونو کې ویلي چې تر اوسه دوی ته دا امر نه دی رسېدلی او د دې خپرو شویو ویډیوګانو په اړه هم متلومات نه لري.

بلخوا د ټکنالوژۍ برخې ځینې متخصصین وایي د طالبانو د مشر د دې امر تطبیق به په هېواد کې نه یوازې دا چې په سمه توګه خلکو د خدماتو رسونې مخه ونیسي بلکې په خبره یې په دولتي او نظامي ادارو کې د کارکوونکو چارې هم له پراخې بې نظمۍ سره مخ کوي چې منفي پایلې به ولري.

له دې ډلې د ټکنالوژۍ څانګې افغان متخصص او سافټ ویر انجنیر اغا ملوک سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا امر له خلکو عصري ټکنالوژۍ او پر وخت د خلکو او دولتي کارکوونکو د لاسرسي حق هم سلبوي:

“که چېرې دا بندیز پر نظامي یا دولتي کارکوونکو لګول کېږي، ډېرې منفي پایلې به ولري، او دا د هغو بندیزونو یوه برخه ده چې دوی(طالبان)یې قدم په قدم پلي کوي،لومړی خو افغانستان کې د دولتدارۍ ډېری پروسې الکټرونیکي شوي،او خلک د ځیرک ټلیفون په وسیله اړیکې نیسي، ډاکمنټ سکن کوي، اسناد لېږي،ایمیلونه څاري،په بشپړ ډول پرې خلکو سره همغږي کوي،دولتي کارکوونکي یا حتا طالبان چې ډېر لوستي هم نه دي د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي، فورمونه ډک یا له وېب پاڼو معلومات راخلي چې دا ټول په ټپه درېږي.”

ښاغلی سهار وایي که دا بندیز عملي شي، شته محدود خدمتونه به هم په بشپړه ډول بند او د هېواد په کچه ټکنالوژۍ او نویو معلوماتو ته د لاسرسي بهیر به فلج شي.

که څه هم افغانستان کې د ځیرکو موبایلونو د کارونې اړوند رسمي شمېر مشخص نه دی، خو د نړیوالو ډیجیټلي راپورونو د اټکل له مخې، دا مهال په هېواد کې تر ۲۰ میلیونو ډېر ځیرک موبایلونه او شاوخوا ۱۷ میلیونه خلک په دې ځیرکو یا ګرځنده ټلیفونونو انټرنت کاروي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په په وروستیو کې کندهار په خپل سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو او استادانو ته په وینا کې ویلي و، چې «له ځیرکو موبایلونو سره ډېره اړیکه ونه ساتي ځکه په خبره یې، ځیرک موبایلونه یې وخت ضایع، استعداد، اخلاق او ان عقیده هم خرابولی شي» هغه مسلې چې وروسته د خلکو ډېر غبرګونونه راوپارول.

دغه شان په ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې هم په یاد ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست لارښوونه کړې وه چې زده‌کوونکي، ښوونکي او اداري کارکوونکي ښوونځیو او مدرسو ته ځیرک موبایلونه دې نه وروړي.