ټرمپ: زما په امر ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل له هرمز تنګي تېر شول

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ده په امر له تېرې میاشتې راهیسې له هرمز تنګي څخه څه باندې ۱۰۰ میلیون بېرله تېل او تر ۲۰۰ زیاتې سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په «ټروت سوشل» کې لیکلي چې د مې میاشتې په لړ کې یې امریکايي ځواکونو ته یو «پټ ماموریت» سپارلی و، څو په هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونو او نورو سوداګریزو بېړیو ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړې: «نن په خوښۍ اعلانوم چې د دې اقدام په پایله کې له هرمز تنګي څخه تر ۱۰۰ میلیونو ډېر بېرله تېل نړیوالو بازارونو ته رسېدلي او له ۲۰۰ څخه زیاتې سوداګریزې بېړۍ په بشپړ امنیت له دې لارې تېرې شوې دي.»

ټرمپ ادعا کړې چې دا عملیات ځکه بریالي شول چې «د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی، نه د ایران.»

نوموړي د ایران د پوځي ځواکونو د «ماتې» او د دغه هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي: «د ایران کار پای ته رسېدلی دی.»