یوناما: د هرات د اعتراضونو پر مهال یو هلک وژل شوی

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (UNAMA) ویلي چې د هرات ولایت د جبرئیل ښارګوټي د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د یوې بلې احتمالي مړینې په اړه راپورونه هم ارزوي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې وشول چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د «حجاب د لارښوونو د نه مراعت» په تور یو شمېر ښځې او نجونې ونیولې.

یوناما تایید کړې چې د جون د ۶ او ۷ ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات ښار کې نیول شوې وې، او لسګونو نورو ته شفاهي اخطارونه ورکړل شوي وو. د دې ادارې په وینا، که څه هم یادې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دغه ډول نیونې د هغوی او کورنیو پر ژوند ژور اغېز پرېږدي.

بل لور ته، د طالبانو چارواکو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «بې‌بنسټه اوازې» بللې دي. همداراز ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د هرات له معترضانو سره د ملاتړ په موخه لاریون کړی، خو دغه راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.