عمرګل ۸۵ کلن سلمان: زموږ ډیری کارونه اوس نور ترسره کوي

عمرګل د ننګرهار د خوږیاڼیو د ولسوالي ۸۵ کلن سلمان

د افغانستان په ښارونو کې سلمانان تر ډېره یوازې ویښته جوړوي خو په کلیو او بانډو کې بیا ګڼ نور خدمتونه هم ترسره کوي، چې د خلکو د غمونو او ښادۍ پروګرامونه پرې راټول وي. دوی د خوښیو پروګرامونو ته خلک راخبروي، پخلی کوي، ناویانو ته ډولۍ جوړوي او دغه شان پخوا یې د ټنګ، ټکور پروګرامونه هم کول.

عمرګل د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالي د کږې سیمې یو ځايي سلمان، وايي:

" غم او ښادۍ مو په کې کړي، کور په کور ګرځېدلو، خلکو ته به مو ویل د فلاني واده دی غوښتي یې یئ، عام او خاص. سر کلیانې مو په کې کړي، پخلي مو په کې کړي، مونږ ډولۍ ګانې هم جوړولې، ان د شپې مو مړي هم مینځلي دي. "

عمر ګل ازادي راډيو ته دا هم وویل چې څلویښت کاله یې له خپلو نورو وروڼو سره په خپل سیمه کې دا خدمتونه خلکو ته کړي دي.

دی چې اوس پنځه اتیا کلن دی وايي، ښوونځی ترینه د اقتصادي ستونزو له امله په نیمايي کې پاتې شو خو په خبره یې د ولس خدمت یې کله هم په نیمه کې نه دی پرېښی.

عمر ګل راته وایې چې دوی به ناویانو ته ډولۍ څنګه جوړولې:

" بازوګان به مو دوه دانې راواخیستل، په پړو به مو وتړل، هغې د پاسه به مو زانګو وتړله، بیا به مو لښتې راوړې، څلور خواته به مو لښتې وتړلې، د پاسه به مو ورباندې شالونه وغوړول، سره او شنه، یا به مو پرې بنارسۍ واچوله. "

عمر ګل ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې دوی به د خلکو په ښادیو کې د ټنګ، تکور پروګرام هم کولو، چې ډېر به یې د خپلو سیمه ییزو شاعرانو شعرونه په کې ویل.

دی وايي:

" د ملنګ جان، پاینده محمد کږوال، محمد نور، صفدر معلم شعرونه به مو ویل، د ډېرو یارانو شعرونه راسره وو، دا غزلې به مو سیتار او منګي سره ویلې."

هو، دې وايي، سیتار یې هم زده دی او په ماشومتوب کې یې زده کړی و:

" سیتار مې څلورم صنف کې وم چې زده مې کړو، چې رابه غلم کورته، زما د تره زوی سیتار چي و، ډیر وران سیتارچي و، د هغه سیتار به ځوړند و، په هغه به مې ګوتې وهلي، داسې یوه هفته، یونیمه هفته مې چې وغږولو، بله ورځ غوږ و، ویل وروره زه ستا په شان ستار نه شم غږولی، بیا هغه پرېښود او ما غږولو. "

خو عمر ګل وايي، اوس کمزوری او ناتوان دی، اولاد نه لري دی او میرمن یې خپلو ورارنو سره اوسېږي، له دومره خدمتونه سره سره یې ژوند جوړ نه شو او اوس له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی:

" سپین ږیری یم، ضعیفه یم ډېر، بیخي مې حالت خراب دی، ۸۵ کلونو ته رسېدلی یمه، زما خو بچي هم نشته، اقتصادي وضعیت مې ډیر خراب دی. "

د یادونې ده، که څه هم په افغانستان کې په یو شمیر لرو پرتو سیمو کې اوس هم سلمانان یو شمیر دا خدمتونه ترسره کوي، خو ډیریو سیمو کې بیا، یا دودونه بدل شوي یا یې هم چارې نورو ته سپارل شوې

اوس د ډولۍ پر ځای خلک ناویانې موټرو کې بیايي، پخلي په اشپزانو کېږي او د مړي د مېنځلو چارې هم تر ډېره د ثواب په موخه د متوفا نژدې غړي تر سره کوي
عمر ګل، سلمان

دي.

د غم او ښادي محفلونو کې د ګډون لپاره خلکوته بلنلیکونه استول کېږي، د ډولۍ پر ځای خلک ناویانې موټرو کې بیايي، پخلي په اشپزانو کېږي او د مړي د مېنځلو چارې هم تر ډېره د ثواب په موخه د متوفا نژدې غړي تر سره کوي.

دغه شان په افغانستان کې طالبانو د موسیقۍ په غږولو او اورولو بندیز لګولی نو د ښادۍ ډیری محفلونه خصوصا نارینه پروګرامونه له ټنګ، ټکور پرته ترسره کېږي، طالبانو چیرې هم چې د موسیقۍ الې ترلاسه کړي، ماتې کړي او سو ځولي یې دي.

خو د عمر ګل له حافظې سندرې نه دې پاکې شوي، ده ازادي راډیو ته د پاینده محمد کږوال د شعر یوه برخه زمزمه کړه:

« نه به ګلشن نه به بهار وي

نه به بلبل نه به ګلزار وي.....»