امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه جوړوي، بشري حقونه یې د سر موضوع ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه، ارشیف

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي. په دې ناسته کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ« یوناما» سرپرسته جورجیت ګانیون د افغانستان په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي. دا ناسته د کابل په وخت نن مازدیګر ناوخته ۶ نیمې بجې پیلیږي.

د افغان ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې ټینګار کوي چې یوناما دې د افغانستان د میرمنو په وړاندې د روان وضعیت رښتینې تصویر وړاندې کړي.

دوی دغه غوښتنه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې سره همهاله کوي، هغه غونډه چې د اجنډا یوه مهمه موضوع یې همدا د ښځو د زده کړو او حقونو مسله ده.

تر دې غونډو نژدې یوه اونۍ وروسته به (د جون په ۱۶ مه) د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره په ملګرو ملتو کې غونډه جوړه شي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت غځول مهم بولي خو دوی وايي یوازې د راپور په ورکولو اکتفا د افغان ښځو درد نه دوا کوي بلکې د طالبانو د حکومت په وړاندې د ملګرو ملتونو عملي اقدامات کولای شي د ښځو په وړاندې د دې ډلې لید لوری بدل کړي.

په دې شرایطو کې یوناما نه باید څارونکې اووسي، دوی مسولیت لري چې د روان وضعیت رښتینې انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي

د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل: "د یوناما ماموریت د افغانستان لپاره مهم دی ځکه اوس مهال ښځې تر بل هر وخت له سختو محدودیتونو سره لاس او ګریوان دي، په دې شرایطو کې یوناما نه باید څارونکې اووسي، دوی مسولیت لري چې د روان وضعیت رښتینې انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي، سکوت او نرمښت د میلیونونو افغانو میرمنو ستونزو ته په عادي سترګه کتل دي، ملګري ملتونه که د دغه وضعیت په اړه قاطع دریځ ونه نیسي، نو د تاریخ په وړاندې به ځواب ویونکي وي، د افغان ښځو ستونزې باید عادي ونه ګڼل نه شي ، نن ورځ د ښځو وضعیت له هغې ډېر خراب دی چې په اړه یې ویل کیږي. "

د ښځو د حقونو بلې افغانې فعالې وږمې یعقوبي ازادي راډیو ته وویل:"د یوناما ماموریت هغه وخت اغېزمن ګڼل کېدای شي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت د ښه والي لپاره عملي او محسوس ګامونه پورته کړي، خو له بده مرغه، په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او ورځ تر بلې دغه محدودیتونه زیاتېږي، همدارنګه، د ښځو د خودسرانه نیونو او د هغوی د اساسي حقونو د نقض په اړه ګڼ راپورونه او اندېښنې شته."

د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ ناسته نژدې څلور میاشتې وړاندې ترسره شوې وه.

په هغې غونډه کې د یوناما ماموریت د درېیو میاشتو لپاره وغځول شو او جورجیت ګانیون په کې د افغانستان وضعیت (اندېښمنوونکی) بللی و.

هغې ویلي و چې د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو لګېدلو محدودیتونو نه یوازې ښځې او نجونې، بلکې ټوله ټولنه اغېزمنه کړې ده.

نوموړې همدارنګه ویلي و چې د بشري مرستو کمېدو مرستندویه ادارو ته دا لا ستونزمنه کړې چې د بېوزلۍ او لوږې له زیاتېدونکو ستونزو سره مبارزه وکړي او اړمنو خلکو ته لازمې مرستې ورسوي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه د امنیت شورا د نوې ناستې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې طالبانو د امنیت شورا د تیرو غونډو د پریکړو په اړه بیا بیا دا ادعا کړې ده چې د افغانستان وضعیت یې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه دی ارزولی، داسې مهال چې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته یې د زده کړو او کار په ګډون پر ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.