ولې د هوا په تودیدو سره په سیندونو او نهرونو کې د خلکو د ډوبیدو پیښې زیاتېږي؟

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هوا په ګرمېدو سره په سیندونو او نهرونو کې د خلکو د ډوبیدو پیښې زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې اکثره قربانیان یې هم ماشومان او ځوانان دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ولي دولت زی وايي، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یې د کورنۍ یو غړی جلال اباد ته څېرمه درونټې سیمه کې د لامبلو پر مهال اوبو یووړ چې جسد یې تراوسه پورې نه دی موندل شوی.

"تر اوسه نادرکه دی، موږ همدا اوس په ساحه کې یو، څو کسان هڅه کوي، په لعل‌پورې، ګوشتې او مهمندره کې هر څوک په لټه کې دي."

هلته درونټې کې یې په سیند کې لامبل، دلته یو بل تن اوبو وړی و، ده عاجل د هغې د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته غورځولی

دی زیاتوي چې اوبو وړی نصرت الله دولت زی نومیده او شاوخوا لس ورځې مخکې یې واده کړی وو: "د واده یې لس ورځې تېرې شوې وې، له خپلو ملګرو او د کاکا له زامنو سره د سیند خواته تللی وو، هلته درونټې کې یې په سیند کې لامبل، دلته یو بل تن اوبو وړی و، ده عاجل د هغې د ژغورنې لپاره ځان اوبو ته غورځولی خو هغه بل کس بیا لامبو وهونکي ژغورلی او نصرت الله اوبو وړی او ډوب شوی دی."

په همدې حال کې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون شنبه د جوزا۱۶مه خبر ورکړی چې درې کسان د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، د دوه کسانو مړي موندل شوي او کورنیو ته سپارل شوي او د درېیم کس د موندلو هڅې روانې دي.

په وروستۍ یوه اونۍ کې په ټولنیزو رسینو په ځانګړي ډول فیسبوک کې هم د هغه د موندلو لپاره د مرستې بیلابیلې غوښتنې خپرې شوې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

ځوان فکر - لمبا او خطرونه

له غزني هم د ورته یوې پېښې راپور ورکړل شوی.

غزني کې د ملي راډيو تلویزیون څانګې د جوزا په ۱۵مه خبر ورکړی چې یو ۲۰ کلن ځوان د خواجه عمري ولسوالۍ د دولت کلي په شراره بند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی.

مسوولانو ویلي ژغورنکو هغه له اوبو رایستلی خو د مرستې له رسېدو مخکې مړ شوی وو.

زما وراره هم هلته تللی وو او لمبل یې، خو یو بل کس او زما وراره اوبو ډوب کړی او مړه کړی یې دی

په خوست ولایت کې هم دوه ځوانان د ورته پېښې قرباني شوي دي.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میرزا ګل ازادي راډيو ته وویل چې ۱۷ کلن امین الله چې د ده وراره و، په اوبو کې ډوب شوی و. " د اوبو دا ډنډ په خوست کې ډېر مشهور دی، ډېر شمېر ځوانان دلته راځي، زما وراره هم هلته تللی وو او لمبل یې، خو یو بل کس او زما وراره اوبو ډوب کړی او مړه کړی یې دی او درې نور ملګري یې ژوندي پاتې شوي ول."

مسلکي لامبو وهونکي د دغو پېښو د زیاتېدو په اړه څه وایي؟

له دې ډلې جنیدالله وايي په افغانستان کې دغه ډول ډېری پېښې د ناپوهۍ، بې‌احتیاطۍ او بې‌پامۍ له امله رامنځته کېږي.

هغه یکشنبه د جوزا ۱۷مه ازادي راډيو ته وویل، هغه کسان چې غواړي په سیندونو او ډنډونو کې لامبو ووهي، باید مخکې له مخکې د مسلکي کسانو تر څار لاندې سمه لامبو زده کړي، څو د مرګونو پېښو مخه ونیول شي: "دا چې په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانان او تنکي ځوانان د بې‌احتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، ښيي چې دوی د لامبو په اړه کافي معلومات نه لري. ډېری خلک د ولاړو اوبو، حوضونو او سیندونو ترمنځ توپیر نه پېژني، ممکن ځینې کسان په حوض کې مهارت ولري، خو په سیند کې ډوب شي، نو هغه کسان چې غواړي په سیندونو او بندونو کې لامبو ووهي، باید د مسلکي کسانو تر لارښوونې لاندې زده کړه وکړي، څو خپل ژوند وژغوري او له لامبو خوند واخلي."

په دې اړه نور:

په غزني کې د یوې کورنۍ درې غړي اوبو ډوب کړي دي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې " که ګرمې مو نه وژني خو په سیند کې لامبو مو ژوند اخلي" تر شعار لاندې په ټولیزو رسنیو د خلکو د پوهاوي لپاره یو کمپاین هم پیل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د جوزا په ۱۳مه په یو راپور کې ویلي چې د جون په میاشت کې به د افغانستان په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې د تودوخې درجه له عادې حده له نیم تر دوه سانتې ګراد پورې لوړه وي او په ډېرو سیمو کې به له ۳۵ درجو هم لوړه شي.

هر کال د ګرمۍ له پیل سره په افغانستان کې د ډوبېدو پېښې زیاتېږي.

له دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ځوانانو د ډوبېدو راپورونه ورکړل شوي دي.