د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه( د جون ۸ مه) د افغانستان په اړه غونډه لري. په دې غونډه کې به د درې وروستیو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وشي.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا په وینا دا غونډه به علني وي او بیا به تر دې غونډې وروسته د امنیت شورا غړي په خپلو کې سلامشورې وکړي. د امنیت شورا د غونډې تر جوړیدو مخکې، د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي( یوناما) سرپرست مشرې جورجیت ګانیون په ملګرو ملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازولۍ مرستیالې غسق شاهین سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او بشري حقونو خبرې وکړې.
تمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې به دوشنبه هم د اجنډا یوه مهمه موضوع همدا د ښځو د زده کړو او حقونو مساله وي. په تیرو نژدې پنځو کلونو کې چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، د ښځو د حقونو موضوع د افغانستان په اړه د امنیت شورا په نورو غونډو کې هم د اجنډا مهمه برخه جوړه کړې ده. د
د امنیت شورا په غړیو کې د طالبانو په اړه د نظر اختلاف شتهشینکۍ کړوخیل
سیاسي چارو کتونکې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخیل ازادي راډیو ته په دې اړه چې ولې دې غونډو تر اوسه عملي نتیجه نه ده ورکړې، وویل:
« لومړی خو دا چې د امنیت شورا په غړیو کې د طالبانو په برخه کې د نظر اختلاف شته، ځیني غړي له طالبانو سره د تعامل پلویان دي. بل دا چې کومې پریکړې یا پریکړه لیک چې صادریږي تر هغو پورې چې ټول غړي همنظره نه اوسي دا کومه پياوړې اجراییوي بڼه نه شي پيدا کولی، دریم دا چې د نړیوالې ټولنې لپاره ښایي نور لومړیتوبونه موجود وي لکه د مخدر موادو مساله، د ترورزم مساله، کیدای شي چې تر اوسه پورې د ښځو د حقونو مساله په هغه لومړیتوب کې نه وي راغلې، څلورم دا چې خپله ښځې په دې غونډو کې حضور نه لري چې دوی هم پر دې هیوادونو د فشار یوه وسیله شي او د دوی غږ واوریدل شي»
شینکۍ کړوخیل
اغلې کړوخیل زیاته کړه چې د افغان نجونو او ښځو د ستونزو د حل لپاره د افغانانو ترمنځ د اجماع او اتحاد رامنځته کیدل مهم دي چې نړیوالې ټولنې ته غښتلي واضح پيغامونه ورسوي.
طالبانو د امنیت شورا د تیرو غونډو د پریکړو په اړه بیا بیا دا ادعا کړې ده چې د افغانستان وضعیت یې د شته واقعیتونو پر بنسټ نه دی ارزولی.
د امنیت شورا په غونډه کې به د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست مشره جورجیت ګانیون، د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازی ادم ووسورنو او د مدني ټولنې یو استازی د مجلس برخه والو ته معلومات ورکړي. تر دې غونډو نژدې یوه اونۍ وروسته به د جون په ۱۶ مه د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره په ملګرو ملتو کې غونډه جوړه شي.