د افغانستان د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې څلورم او وروستی پړاو به دا اونۍ ترسره شي.
د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د تیرو دریو پړاوونو غیرحاضر زده کوونکي، د اقوام او قبایلو ښوونځیو فارغین، د کابل ولایت دیني مدرسو فارغین، د څوارلسم ټولګي زده کونکي او د شپې پوهنځي زده کوونکي په دې څلورم پړاو کې برخه اخیستلی شي.
د اعلامیې له مخې د کانکور د دې مرحلې د برخه والو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت پروسه پيل شوې ده او د کانکور ازموینه به د جمعې په ورځ( د جون ۱۲ مه) په کابل پوهنتون کې ترسره شي.
د افغانستان د ازموینو ملي اداره زیاتوي چې د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسم ټولګي زده کونکو لپاره ځانګړې ازموینه به د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د څلورو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په جلا توګه ترسره شي.
دا ځل هم د تیرو نژدې پنځو کلونو په څیر نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کانکور امتحان ورکړي.