هرات هغه ولایت چې په وروستیو اونیو کې د حجاب په برخه کې پر ښځو محدودیتونه سخت شوي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکې میرمنې وايي ان له چادر نماز او ماسک سره هم له کورونو بهر نه شي وتلی.
زموږ حالت دومره بد شوی چې له چادر نماز او ان ماسک سره هم له کوره بیرون نه شو وتلی که ووځو ستونزې راته جوړیږي.د هرات اوسیدنکې
د هرات یوه اوسېدونکې وايي،"زموږ حالت دومره بد شوی چې له چادر نماز او ان ماسک سره هم له کوره بیرون نه شو وتلی که ووځو ستونزې راته جوړیږي."
طالبان تقریبا د ښځو د ژوند په هره برخه کې مداخله کوي.
دې نه غوښتل چې په راپور کې یې نوم خپور شي، خو د دې ولایت یو شمېر نورې اوسېدونکې هم ورته شکایتونه لري.
د هرات یوې سوداګرې ښځه چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل ښځې که څه هم د سفر پر مهال له خپل محرم سره وي بیا هم طالبان ورته ستونزې جوړوي.
هغې د خپل یو سفر کیسه وکړه: " زه له دې ځایه مې زوی سره مشهد ته تللم، خو په لاره یې په ساعتونو ساعتونو موږ ته تکلیف راکړو ویل یې دا ماشوم ستا زوی نه دی، ما ورته ویل چې زما زوی دی، ویل یې تذکره یې راوړه، ما ورته وویل چې په تذکره کې یوازې د پلار نوم وي د مور نه، دلته له موږ سره ډېر بد چلند کیږي."
په دې اړه نور:
د طالبانو نوی اصولنامه؛ د ماشومو نجونو د حقونو او راتلونکې په اړه جدي اندېښنېیو شمېر نورې ښځې او نجونې هم وايي په وروستیو کې د حجاب او له محرم پرته پر تګ راتګ محدودیتونه زیات شوي چې له امله یې د دوی ورځنی ژوند سخت ستونزمن شوی دی.
څو باخبره سرچینو بیا ازادي راډيو ته وویل چې جمعه د جوزا ۱۵مه د لمانځه پر مهال په بیلابیلو جوماتونو کې ملا امامانو خلکو ته خبرداری ورکړو چې ښځې باید اسلامي حجاب مراعات کړي، که نه نو له قانوني چلند، ان د نیولو او زندان ته د لېږد له خطر سره به مخ شي.
د جمعې د لمانځه پر مهال په ټولو جوماتونو کې ملا امامانو او وروسته د هرې محلې وکیل یوه اعلامیه ولوسته چې په کې لیکل شوي وو هیڅ ښځه او نجلۍ حق نه لري له کوره له چادري پرته بیرون ووځي، یا یې د مخ کومه برخه ښکاره شيسرچینه
یوه بله میرمن چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي شنبه د جوزا ۱۶مه ازادي راډيو ته وویل: "پرون د جمعې د لمانځه پر مهال په ټولو جوماتونو کې ملا امامانو او وروسته د هرې محلې وکیل یوه اعلامیه ولوسته چې په کې لیکل شوي وو هیڅ ښځه او نجلۍ حق نه لري له کوره له چادري پرته بیرون ووځي، یا یې د مخ کومه برخه ښکاره شي."
د هرات سیمه ییزو چاواکو په ځانګړي ډول د هرات لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند یوسف سعیدي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریس مولوي عزیزالرحمن مهاجر په دې اړه د د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې د دوی اقدامات د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دي، هغه څه چې ځینې خلک یې له اسلامه د طالبانو خپل تفسیر بولي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته پر ښځو حجاب جبري کړی او دغه راز له محرم پرته یې د دوی په سفر او په عامه ځایونو کې د دوی په راڅرګندېدو محدودیت لګولی دی.
د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې دا محدودیتونه د ښځو پر ازاد تګ راتګ، زده کړو، کار او ټولنیز ګډون جدي اغېزې لري.
تازه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) هم په خپل راپور کې ویلي چې په هرات کې د طالبانو محتسبانو له ښځو غوښتې چې “چادر نماز یا چادري” واغوندي.
یوناما زیاته کړې چې په بېلابېلو پېښو کې ښځې د طالبانو د ټاکل شوي حجاب د نه مراعت له امله له عامه ترانسپورټ څخه ښکته کړل شوي، لنډ مهال درول شوې او ځینې وختونه نیول شوې هم دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا محدودیتونه یوازې هرات پورې محدود نه دي، بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم راپور شوي دي.