د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام « یو این ډي پي » وايي په افغانستان کې د برېښنا نشتوالي کلیوالۍ ښځې اړې کړي چې د سوزېدو لپاره د لرګیو په موندلو پسې اوږده مزلونه وکړي.
دغه پروګرام جمعه د جوزا ۱۵مه په یو راپور کې ټینګار کړی چې باوري برېښنا ته لاس رسی نه یوازې تخنیکي اړتیا ده بلکې د انساني کرامت، معیشت او د خلکو د بقا سره مستقیم تړاو لري.
دلته واقعا زندګي سخته ده، نه برېښنا شته، نه اوبه شته، نه درس شته او نه نورې اسانتیاوېد غزنې اوسیدنکې
د غزنې د ناوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې وايي،"دلته واقعا زندګي سخته ده، نه برېښنا شته، نه اوبه شته، نه درس شته او نه نورې اسانتیاوې."
د دوی په سیمه کې د باوري برېښنا د نه موجودیت له امله دوی اړ دي چې د اړتیا پر مهال د سوزېدو لپاره له لرګیو او ډبرو سکرو ګټه واخلي.
د هغې په ټکو، د دغه موادو سوخت که څه هم دوی ته روغتیايي ستونزې پیدا کوي خو بله چاره نه لري.
نوموړې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "برق ډېر مهم دی، خو له بده مرغه موږ یې نه لرو، زموږ په سیمه کې برق نشته، په ټوله سیمه کې د ډبرو سکاره او لرګي استفاده کیږي، دلته برق نشته ځکه اوبه نشته، اوس چې بارانونه نشته نو اوبه ان زموږ کروندو ته هم بسنه نه کوي."
په دې اړه نور:
عزیزي ګروپ افغانستان کې د سلګونو میګاواټو برښنا د تولید قرار دادونه لاس لیک کړلد شمالي ولایت د بلخ یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي د برېښنا نشتون د سیمې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغې وویل: "موږ د سوخت لپاره له لرګیو او ډبرو سکرو ګټه اخلو، ځکه دلته په ډیری سیمو کې هیڅ برق نشته، نو ان موږ برقي وسایل نه لرو ډېر خلک له لرګیو، ډبرو سکرو او نورو خسو خاشاکو ګټه اخلي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي."
د اوبو برښنا خو نه لرو، ان د سولر تښته لا نه لرو چې کور پرې رڼا کړو، زه چې دلته د خلکو په کورونو کې کار کوم، دا موبایل هم هلته چارج کوم، نور موږ هیڅ برېښنا نه لرود کندهار اوسیدنکې
دغه افغان ښځه وايي د دوی په سیمو کې ډېر شمېر میرمنې د سوخت لپاره د لرګیو او سون توکو پسې په ساعتونو ساعتونو مزل کوي او په غرونو کې لرګي راټولوي.
د کندهار ښار په یوه څنډه کې یوې اوسېدونکې میرمن چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:"د اوبو برښنا خو نه لرو، ان د سولر تښته لا نه لرو چې کور پرې رڼا کړو، زه چې دلته د خلکو په کورونو کې کار کوم، دا موبایل هم هلته چارج کوم، نور موږ هیڅ برېښنا نه لرو."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د انرژۍ له پلوه د نړۍ یو له خورا ناامنه هیوادونو څخه دی، په ځانګړي ډول د دې هیواد لیرې پرتې سیمې چېرته چې خلک د برېښنا د نه لرلو له امله له ګڼو مشکلاتو سر ټکوي.
تازه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام « یو این ډي پي » هم ویلي په افغانستان کې برېښنا ته د لاس رسي نشتوالي کلیوالۍ ښځې اړې کړي چې د سوزېدو لپاره د لرګیو په موندلو پسې اوږده مزلونه وکړي.
دغه پروګرام جمعه د جوزا ۱۵مه په یو راپور کې ټینګار کړی چې باوري برېښنا ته لاس رسی نه یوازې تخنیکي اړتیا ده بلکې د انساني کرامت، معیشت او د خلکو د بقا سره مستقیم تړاو لري.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې اوس مهال یوازې ۳۳ سلنه خلک برېښنا ته لاس رسي او په کلیوالۍ سیمو کې بیا دا کچه له ان له ۲۰ سلنه هم کمه ده.
د راپور په ټکو په کلیوالۍ سیمو کې د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر جامدو سون توکو تکیه کول، دننه په کور کې د هوا د ککړتیا له امله جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کوي او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د پرمختګ فرصتونه محدودوي.
د راپور له مخې په افغانستان کې د هر وګړي د انرژۍ مصرف د نړیوال اوسط په پرتله شاوخوا ۳۰ ځله کم دی چې د افغانستان د پراختیا پر وړاندې جدي ننګونه ښيي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یو این ډي پي تېر کال د نومبر په میاشت کې هم خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د برېښنا دوامداره نه موجودیت د خلکو روغتیا، خوندیتوب او چاپیریال اغیزمنوي.
دغه ادارې ویلي وو ډیری کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خَسو او لرګیو تکیه کوي، چې پراخه کارول یې د چاپیریال د تخریب لامل کیږي.
د راپورنو پر بنسټ فغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا اتیاه سلنه برښنا له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایرانه پوره کوي، خو هغه هم وخت نا وخت د بیلابیلو عواملو له کبله له ستونزو سره مخ کیږي.
د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په افغانستان کې د برېښنا د اړتیا او د خلکو د شکایتونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي هڅه کوي چې په کور دننه داړتیا وړ برېښنا تولید کړي.
تېر کال دعزیزې ګروپ په نوم یوه افغاني شرکت په دې هیواد کې د برېښنا په برخه کې د پراخه پانګونې او لږ تر لږه زر میګاواټه برېښنا د تولید ژمنه وکړه خو د یو کال په تېرېدو لا هم په هغه برخه کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.