د په ملګروملتو کې د کاناډا استازولۍ اعلان کړی چې د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه یې د جمعې په ورځ د ملګروملتو د افغانستان د مرستندوی ماموریت او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د استازو په ګډون جوړه کړې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز د بشري حقونو حالت وارزول شو.
د کاناډا استازولۍ ویلي چې نړیوالو استازو د افغانستان د روان اقتصادي بحران، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د بشري مرستو د اړتیاوو په اړه بحثونه وکړل.
د افغانستان د ملګرو ډله یو مهم ډیپلوماتیک چوکاټ بلل کېږي چې هدف یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو او اقداماتو همغږي کول دي.
کاناډا، چې د دې ډلې له فعالو غړو څخه ده، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په رااړولو کې مهم رول لوبوي.