د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي او نژدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به په خوارځواکۍ اخته وي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانان لا هم د نړۍ له تر ټولو سخت بشري او غذایي بحران سره لاس و ګرېوان دي. څلوېښت کلنې جګړې، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالیو او طبیعي پېښو د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط لا پسې خراب کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ښځې او نجونې د دې بحران تر ټولو زیاتې زیانمنې دلې دي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو وړتیا محدوده کړې ده.
دا اداره ټینګار کوي چې که نړیوالې مرستې زیاتې نه شي، د خوړو او بشري مرستو پروګرامونه به لا ډېر کم شي.