ازبکستان: د ټرانس‌افغان دهلېز د امکان‌سنجۍ چارې چټکې شوې

ازبکستان ویلي چې د ټرانس‌افغان دهلېز د اقتصادي او تخنیکي امکان‌سنجۍ د چمتو کولو چارې فعال پړاو ته داخلې شوې او تمه ده چې دا بهیر د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شوکرت ګولیاموف دا خبره پرون په تاشکند کې د ترمذ د دوهمې غونډې په ترڅ کې وکړه.

د هغه په وینا، د پروژې لپاره ساحوي سروې او تخنیکي ارزونې هم پیل شوې دي. نوموړي ټرانس‌افغان دهلېز د سیمې له مهمو ستراتیژیکو پروژو څخه وباله او ویې ویل چې دا به د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پیاوړې کړي.

ازبک چارواکي باور لري چې دا پروژه به نه یوازې د ترانسپورټ یوه لاره وي، بلکې په راتلونکي کې د افغانستان دننه د پراخې او عمومي ترانسپورټي شبکې بنسټ هم کېدای شي.

ټرانس‌افغان دهلېز د هغو سیمه‌ییزو پروژو له ډلې ګڼل کېږي چې هدف یې د سوداګرۍ پراختیا، د ترانسپورټ اسانتیا او د افغانستان د ترانزیتي رول پیاوړتیا ده.