سنتکام: د ایران شپږ توغندي شنډ شول، اووم خپل هدف ته ونه رسېد

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري اووه بالستیک توغندي توغول شوي وو؛ له دې ډلې شپږ توغندي شنډ شوي او اووم هم خپل ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.

سنتکام ویلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو د زیانمنېدو هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز په بحرین کې زیانمن شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو د جون په ۵مه د ایران له خوا د هرمز تنګي او د خلیج سیمې پر لور توغول شوي څو بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې. سنتکام زیاتوي چې تر دې څو ساعته مخکې یې څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه هم نسکور کړي وو.

بیان وایي، دغو ډرونونو د سیمې سمندري تګ‌راتګ ته ګواښ رامنځته کړی و. وروسته امریکايي ځواکونو د نورو احتمالي سمندري بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران د ساحلي څار رادارونه په قشم ټاپو او ګروک کې په نخښه کړل.

سنتکام ټینګار کړی چې ځواکونه یې لا هم چمتو او په بشپړه توګه بیدار دي او د ایران د هر ډول برید پر وړاندې به د ځان د دفاع لپاره مناسب غبرګون وښيي.