د لبنان ولسمشر ایران ته: د لبنان په چارو کې لاسوهنه مه کوئ

د لبنان ولسمشر

د لبنان ولسمشر جوزیف عون له ایران څخه غوښتي چې د لبنان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ده ټینګار کړی چې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل یوازینۍ لار دیپلوماسي او خبرې اترې دي.

عون پرون (جمعه) په یوه مرکه کې ویلي: «دا ستاسو هېواد نه دی، دا زموږ هېواد دی؛ زموږ په چارو کې لاسوهنه ستاسو دنده نه ده.»

هغه زیاته کړې چې ایران له امریکا سره په خپلو مذاکراتو کې لبنان د فشار د وسیلې په توګه کاروي، چې د ده په وینا د منلو نه ده.

د لبنان ولسمشر همداراز حزب‌الله ته په اشارې ویلي چې باید درک کړي چې د ستونزو د حل او د هېواد د ژغورلو لپاره له خبرو اترو او دیپلوماسۍ پرته بله لار نشته.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې ایران یو ځل بیا د حزب‌الله ملاتړ اعلان کړ او د لبنان له جنوب څخه یې د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

امریکا حزب الله د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي اتحادیه یوازې د دې ډلې پوځي څانګه ترهګره ګڼي.