د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان د «بې ځایه شویو د هېر شوي کړکېچ» درلودونکو هېوادونو په نوملړ کې پنځمه ځای لري.
د نړۍ د بې ځایه شویو تر ټولو له پامه غورځول شویو ناورینونو په ډله کې پنځم ځای اعلان کړی دی.
د روژې په څلورمه چې دا کار شوی دی، هغه بله ورځ مې هم دوه ماشومان ناروغان وو، د خیمو تفت وهلي دي، بس څه وکړو مجبوري ده، خلکو هغه وخت ویل چې کوټې به درته جوړې کړو خو لا څوک نه دي راغلي، همدې خیمه کې اوسېږود ننګرهار اوسیدنکی
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ او ډیورند کرښې ته نږدې د ډکې سیمې یو اوسېدونکی وایی،" خیمه کې کله ژوند کېږي، کله یې هوا یوه خوا وړي کله بله خوا، خو څه وکړو چاره نه لرو او تکلیف تېروو."
دی وایي کابو دوه میاشتې مخکې یې کور د پاکستاني ځواکونو لخوا په هاوانونو کې ویجاړ شوی او دی اوس خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره همدې سیمه کې په یوه خیمه کې ژوند کوي.
ده چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
"د روژې په څلورمه چې دا کار شوی دی، هغه بله ورځ مې هم دوه ماشومان ناروغان وو، د خیمو تفت وهلي دي، بس څه وکړو مجبوري ده، خلکو هغه وخت ویل چې کوټې به درته جوړې کړو خو لا څوک نه دي راغلي، همدې خیمه کې اوسېږو."
د بدخشان ولایت د درواز ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۰ کلن جمع الله بیا وایي نه یوازې د ده؛ بلکې د اکثرو کلیوالو کورونه یې په تېرو نږدې دریو اونیو کې سېلابونو کې تخریب کړي او دوی په غرونو کې ژوند کوي.
ده وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه چې ۷ کسیزه کورنۍ او اکثریت کلیوال یې له بد بشري وضعیت سره مخ دي.
“ډېری کورونه سېلابونه وهلي چې موږ او ډېری کورنۍ ترې بې ځایه شوي یو، زموږ د ولسوالۍ ډېره برخه غرنیزه ده چې سېلابونو په کې ډېر کورونه وهلي او ویجاړ کړي دي،همدا اوس هم دومره لاره نشته چې له یو کلي بل ته ولاړ شو، زموږ کلی د دې ولسوالۍ له تر ټولو زیانګالو سیمو څخه دی،ماشومان ډېر بد وضعیت کې دي، موږ هره ورځ غرونو او مغارو ته پناه وړو، یا هغو پناه ځایونو ته ځو چې سېلابونو نه خوندي شو.”
په دې اړه نور:
په ترکیه کې له ۱۶ زره د زیاتو افغان کډوالو نیول کیدو، هلته د افغانانو په منځ کې ویره زیاته کړېدا بې ځایه شوي ټینګار کوي چې هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او د ناروغ د ور پېښدو پر مهال حیران پاتې وي چې څه وکړي.
ډېری کورونه سېلابونه وهلي چې موږ او ډېری کورنۍ ترې بې ځایه شوي یو، زموږ د ولسوالۍ ډېره برخه غرنیزه ده چې سېلابونو په کې ډېر کورونه وهلي او ویجاړ کړي دي،همدا اوس هم دومره لاره نشته چې له یو کلي بل ته ولاړ شو، زموږ کلی د دې ولسوالۍ له تر ټولو زیانګالو سیمو څخه دیجمع الله
دوی له نړیوالو او کورنیو بنسټونو یې وضعیت ته د ژر تر ژره رسېدنې غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان د «بې ځایه شویو د هېر شوي کړکېچ» درلودونکو هېوادونو په نوملړ کې پنځمه ځای لري.
د «ان ار سي» په خپل دې ۳۶ مخییز راپور چې د جون په څلورمه د ملګرو ملتونو پر ریلیف وېب پاڼه خپور شوی، خبرداری ورکړی چې د نړیوالو د پاملرنې او مرستو کمیدل د ملیونونو افغانانو ستونزې لا ژوروي.
دا راپور چې د رسنیو پاملرنې، بشري ملاتړ، سیاسي ښکیلتیا او د بې ځایه کیدو کچې پربنسټ ناورینونه ارزولي، افغانستان په کې د سوډان، کانګو، کولمبیا او یمن وروسته راغلی دی.
راپور کې ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی، ټولنې د بې وزلۍ، طبیعي پیښو، جبري راستنیدو او په ښځو او نجونو باندې محدودیتونو سره مخ دي.
دې راپور کې د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر جیکوپو کاریدي په حواله راغلي چې: "هره ورځ، بشري وضعیت خرابیږي او کال په کال مرستدویان له خپلو دندو لاس اخلي، افغانستان له سیاسي پلوه منزوي شوی دی، او د ټول هېواد اساسي خدمتونه په بشري مرستې مخته وړل کېږي.”
د دې راپور له مخې، د افغانستان د نفوس شاوخوا نیمایي برخه (۲۲،۹ میلیونه کسان) بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو شورا د راپو په ټکو، په ۲۰۲۵ کال کې د اعلان شویو مرستو کمښت وار دمخه سختې پایلې درلودې، د راپور په ټکو نږدې څلور ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او له ۴ سوه ډیر روغتیایی مرکزونه تړل شوي دي، چې له امله یې روغتیایي خدمتونو ته د ملیونونو کسانو لاسرسی پرې شوی.
دې شورا له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د ملیونونو افغانانو بیرته ستنېدو ته هم اشاره کړې او ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې اټکل شوی چې ۲.۹ ملیون افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي، چې ډیری یې په جبري شرایطو کې ستانه کړل شوي دي.
دې شورا دا هم ویلي چې ډېری افغانان بیا د ۲۰۲۶ کال له لومړیو راهیسې له پاکستان سره د طالبانو د نښتو او هېواد کې د وروستیو مرګونو سېلابونو، ورښتونو او زلزلو له امله هم د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته په داسې حال کې اړ شوي چې د ژوندانه د مخته وړلو لپاره کافي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم د افغانستان پر روان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د وروستیو کړاوونو، نا امنیو او مرګونو طبیعي پېښو له امله د میلیونونو افغانان د ځپل کېدو په اړه راپورونه خپاره او خپلې اندېښنې یې شریکې کړې دي.
دې سازمانونو او ادارو وخت په وخت په خپلو راپورونو کې اندېښنه ښودلې چې د دې افغانانو وضعیت ته د رسېدو لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده په داسې حال کې چې ورځ بلې ته د نړیوالو مرستې په کمېدو دي او دوی یوازې یوې محدودې برخې سره مرستې کولای شي.