د ترکیې د کډوالو ادارې اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دغه هیواد کې له ۱۶ زرو ډیر بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي. د چارواکو دغه اقدام په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په منځ کې اندیښنې زیاتې کړې دي. دوی وایی، هره ورځ د نیول کیدو او له دې هیواده د ایستلو په وېره کې ژوند کوي.
د کډوالو اړوند د نویو سیاستونو او کورنیو فشارونو له امله کډوال د جبري ډیپورتېدو له خطر سره مخ دي
یوې کډوالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو لپاره فضا ډیره تنګه شوې ده:
"اوس مهال په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه د کډوالو اړوند د نویو سیاستونو او کورنیو فشارونو له امله کډوال د جبري ډیپورتېدو له خطر سره مخ دي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان وضعیت لا هم بې ثباته او نا امنه دی او ډېری کډوال افغانستان ته له بېرته ستنېدو وېره لري."
یو بل افغان کډوال په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل چې وضعیت اوس ډیر ستونزمن شوی دی، او ان کورنۍ هم د نیولو او د ایستلو له خطر سره مخ کېږي:
"اوس سخت ګیرۍ لا ډېرې او سختې شوي، مخکې یې یوازې مجرد کسان نیول، خو اوس کورنۍ هم د ډیپورت کمپونو ته لیږدوي، ان زموږ یو همکار یې له کورنۍ سره وړی او اوس د ډیپورت کمپ کې دی او دوی غواړي چې ویې شړي، ګرځنده تلیفونونه هم ترې اخلي او د زنګ وهلو اجازه نه ورکوي."
دا اندیښنې په داسې مهال مطرح کیږي چې د ترکیې د کډوالو ادارې لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د دغه هیواد پولیسو د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
ویل شوي چې ډیری دا کسان په دې دلیل نیول شوي چې د استوګنې معتبر اسناد نه لري.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ورته موده کې، له ۵ زرو ډیر نور د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالو د ادارې په ټکو، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په دې موده کې د بېلابیلو ملیتونو نږدې ۵۶ زره کډوال او پناه غوښتونکي نیولي، چې افغانان د نیولو شویو پناه غوښتونکو د لیست په سر کې دي.
خو ترکي چارواکو د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ترکي د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد پولیس او سمندري ساتونکي ځواکونه په منظم ډول د کډوالو د نیولو او شړلو لپاره پراخ عملیات ترسره کوي، چې لویه برخه یې افغانان دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چې د می میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي، ترکیې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۳ زره او ۵۰۰ افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.
د شړلو په دې مواردو کې د ناوړه چلند او ګټه اخیستنې موارد هم راپور شوي دي.
پولیټیکو، شپیګل ورځپاڼې او څو نورو رسنیو مخکې په یوه ګډ راپور کې افشا کړې وه چې افغان او سوریایي کډوال د ترکیې د ایستلو په خينو مرکزونو کې له ناوړه چلند او وهلو سره مخ شوي دي.
پولیسو افغانان وهل او له کډوالو سره یې ډېر بد چلند کاوه
یو افغان کډوال چې په ترکیه کې له څو ورځو بندي کېدو وروسته شاوخوا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته ستون کړل شوی، هم د ترکیې د پولیسو د بد چلند له امله شکایت کوي:
"موږ په قاچاقي لاره تللي وو او پولیسو افغانان وهل او له کډوالو سره یې ډېر بد چلند کاوه، تقریباً یوه میاشت او څو ورځې کېږي چې افغانستان ته راستون شوی یم."
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او په تیرو څلورو کلونو کې د بې کارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتوالي وروسته، ګڼ شمېر افغانان د کاري فرصتونو او ښه ژوند په لټه کې ایران او بیا ترکیې ته تللي دي، او اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره یې ستونزمنې او خطرناکې لارې غوره کړې.
ځینې نور هم له افغانستانه د هغه څه له امله وتلي دي چې دوی یې سیاسي او امنیتي ستونزې بولي.
ترکیه یونان سره د نږدېوالي له امله افغان کډوالو او د نورو هېوادونو د کډوالو لپاره چې هڅه کوي له دې لارې اروپا ته ننوځي، یوه له مهمو ټرانزیټي لارو ده.
خوپه ډیری مواردو کې له دې لارو تیریدل دوی ته د ژوند په بیه تمام شوي دي.
د ترکیې د کدوالو ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښیې چې د ترکیې پولیسو په ۲۰۲۵ کال کې، د هغه هیواد په بېلابیلو ښارونو کې له ۴۲ زرو ډیر افغانان نیولي، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا دا شمیر شاوخوا۶۵ زرو کسانو ته رسېده.