کویت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له وروستي برید وروسته یې د ایران د سفارت دوه کارکوونکي له هېواده ایستلي دي.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کویت کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کویتي چارواکي د ایران د روانو بریدونو په اړه رسمي اعتراض سپارلی او د کویت د حکومت پرېکړه یې ورته ابلاغ کړې چې له مخې به یې په هېواد کې د ایران د سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو شمېر کمېږي، دوه ایراني ډیپلوماتان «نامطلوب اشخاص» اعلان شوي او باید تر ۲۴ ساعتونو پورې د کویت له خاورې ووځي.
د کویت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ایران د چهارشنبې په سهار د ۳۰ بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر کویت برید کړی دی.
د راپور له مخې، د کویت د پلازمېنې پر هوايي ډګر د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید له امله یو هندي وګړی وژل شوی او لږ تر لږه ۶۳ نور کسان ټپیان شوي دي.