امریکا او ایران نن په فارس خلیج کې پر یول هوايي بریدونه وکړل

د کویټ دفاع وزیر شیخ عبدالله علی السالم الصباح د چهارشنبې په ورځ ( جون دریمه )د ایران په برید کې د یو تپي شوي کس په روغتون کې عیادت کوي .

امریکا او ایران په داسې حال کې چې نازک اوربند یې له ازمیښت سره مخ دی او دسولې د خبرو نتایج یې هم څرګند نه دي نن چهارشنبې په فارس خلیج کې پریول د ډرون اوتوغندیو بریدونه وکړل.

په سیمه کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام) وویل چې ځواکونو یې په بریالیتوب سره د ایرانی بالستیک توغندیو او ډرونونو مخه ونیوله.

سنتکام رپوټ ورکړ چې درې توغندي چې د بحرین لور ته توغول شوي وو د بحریني او امریکايي ځواکونو لخوا شنډ کړای شول او دوه توغندي چې د کویټ لور ته توغول شوي وو هدف ته له رسیدو مخکې لویدلي یا په هوا کې ټوټې شوي دي.

خو کویتی چارواکو وویل چې د ایران د "وحشیانه" بریدونو په نتیجه کې لږ ترلږه یو کس مړ او ۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغو بریدونو له امله د کویت هوايي ډګر وتړل شو او د دیپلوماتیکو استازولیو په شمول مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې "د ایران لخوا دتیري څرګند دغه اقدامات سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي،د سیمې امنیت او ثبات زیانمنوي، او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي."

بلخوا دایران سپاه پاسداران ځواکونو وویل چې دا بریدونه یې دامریکايي ځواکونو وروستیو بریدونو ته غبرګون کې ترسره کړي دي.

دغه راز، د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) وویل د ایران درې هغه تهاجمي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې نسکورې کړې چې په سیمه ییزو اوبو کې یې ملکي بېړۍ په نښه کولې.

امریکايي ځواکونه زیاتوي چې په ځوابي اقدام کې یې له ځان څخه د دفاع لپاره په قشم ټاپو کې د سوق او ادارې یو مرکز په نښه کړی دی.

قشم ټاپو د هرمز تنګي په سیمه کې موقعیت لري.