ملګري ملتونه خلک هڅوي چې له بایسکله ډیر کار واخلي

ارشیف

د جون درېمه د بایسکل نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ګڼ خلک له بایسکله استفاده کوي. د نړۍ په یو شمیر پرمختللیو اروپایي هیوادو کې هم ډیر خلک کارونو او دفترونو ته په بایسکل ځي خو په اروپا کې نارینه او ښځینه بایسکل چلوي، د افغانستان په څېر نه وي چې دا چاره یوازې نارینه و ته ځانګړې شوې ده.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمیع الله د خپل زوی د کار په اړه وایي:

" تګ، راتګ پنځوس دې خوانه ورکوي، پنځوس هاخوانه، سل افغانۍ شوې، ټول معاش د ده دوه سوه افغانۍ دی، نو چې سل رکشا کې ورکړي خو خلاص شو، جاله وان غرق شو. "

د سمیع الله زوی د بادپکیو د ترمیم په یو ورکشاپ کې کار کوي. دی کار ته په بایسکل ځي او په دې ډول د کرایې له سل افغانۍ ورکولو بیغمه شوی دی.

سمیع الله زیاتوي چې په کور کې یې درې بایسکلونه ولاړ دي، یو یې خپل او ده یې د زامنو دي او دوی درې واړه کارونو ته په بایسکلونو ځي.

د ده په خبره دا نوې نه، بلکې د کلونو خبره ده:

" تقریباً ۱۵ کاله شول چې له بایسکل نه کار اخلم، یو کس نه درې کسان، زه یې استفاده کوم، مشر زوی مې استفاده کوي، بل زوی مې استفاده کوي، ډیره اقتصادي وسیله ده، خصوصاً په افغانستان کې، زه لس ځایه د ورځې تګ، راتګ پرې لرمه."

دا کابل د کارته نو اوسېدونکی اسامه چې په یوه ښوونځي کې کانتین لري پخوا یې موټرسایکل درلود اوس یې بایسکل اخیستي دی. دی وایي، بایسکل ښه اقتصادي او بې جنجاله وسیله ده.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

" بایسکیل تیل نه خوري، بل دا چې د موټر سایکل غټ غم انجن دی، دا کله خراب شي او ستونزه په کې پیدا شي، د موبلایلو بدلولو ستونزه هم په کې نشته، یا دا اندېښنه چې که ډیر وخت ودرول شي نو موبلایل یا غوړي به یې وچ شي، بایسکل کال مه چلوه، کال ورسته ولاړ شه ټیر او ټیوپ کې هوا واچوه، تر څو چې پایډل وهي، مخکې ځي، حرکت کوي."

په افغانستان کې چې ترانسپورتي او ترافیکي سیستم منظم نه دی او د ګڼو خلکو اقتصادي ستونزې هم ډیرې دي نو بایسکل له اقتصادي پلوه ارزانه ورته تمامیږي.

خو دا کار هم نارینوو پورې محدود دی، یوازې په ډېر کم شمیر سره نجونو چې د بایسکل ځغلولو د ورزش په برخه کې یې فعالیت درلود مخکې په یو شمیر لویو ښارونو کې د بایسکل چلولو پر مهال لیدل کېدې چې پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د نجونو په ورزش د بندیز تر لګېدو ورسته اوس هغوی هم نه لیدل کېږي.

په هالند کې میشته افغانه فریده وايي:

" په افغانستان کې چې موږ ژوند کاوه، شخصاً ما او نورو نجونو او مېرمنو علاقه درلوده چې بایسکل وچلوي خو هیڅ امکانات او زمینه ورته برابره نه وه او اجازه مو نه درلوده چې دا کار وکړو، خو کله چې هالند ته راغلم او کوم بدلون دلته وینم، تقریباً ټول خلک، اویا فیصده د تګ، راتګ لپاره له بایسکل نه استفاده کوي، چې دا هم روغتیايي ګټې لري او هم اقتصادي. "

ډاکټران هم وايي، بایسکل چلول یو ښه ورزش دی چې د انسان سلامتیا ته ګټه لري.

له دې ډلې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نورالله چمتو ازادي راډیو ته وویل:

" بایسکل چلولو کې د وجود ټول عضلات په حرکت راځي، هدوکي په حرکت راځي، مفاصل یا بندونه په حرکت راځي، له دې سره د وینې جریان په رګونو کې زیاتېږي، تازه وینه مغزو ته رسېږي، او انسان له رواني ستونزو او ډیپریشن نه ساتي. په ورته وخت کې د بې موازنه ګۍ نه مخنیوی کولای شي. "

ډاکټر چمتو زیاته کړه، د بایسکل چلول د شکر ناروغانو او هغوی ته چې د وزن د زیاتوالي له ستونزو سره مخ دي ډیره ګټه لري خو د زړه او سالنډۍ ناروغانو او هغوی ته چې ډیر لوړ فشار لري ستونزه پېښولای شي، چې باید د ډاکټر له مشورې پرته ترې استفاده ونه کړي.

ملګرو ملتونو له ۲۰۱۸ کال راهیسې د جون دریمه د بایسکل نړیواله ورځ اعلان کړې ده او هدف یې دا دی چې انسانان وهڅوي چې له یوې ساده، ارزانې وسیلې چې د چاپيریال په ګټه ده ډیره استفاده وکړي.