ایران پر کویت، سعودي عربستان، بحرین او اماراتو د ډرون او توغندیو ډزې کړي

د کویت نړیوال هوایي ډګر- د جون ۳ مه-۲۰۲۶

د فارس خلیج په یوشمیر هیوادونو کې د چهارشنبې سهار د خطر زنګونه وشرنګیدل. پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو نژدې دوې میاشتې وروسته په سیمه کې وضعیت یو ځل بیا په داسې وخت کې کړکیچن شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې بریدونو مخکې ویلي و چې روغې جوړې ته هیلمن دی.

د امریکا مرکزي قومانداني( سنتکام) چهارشنبه خبر ورکړ چې د خارک ټاپو ته څېرمه یې د یوې بیړۍ پر ماشین وروسته تر دې ډزې وکړې چې بیا بیا یې د دوی خبرداری له پامه وغورځاوه. پر دې تیل وړونکې بیړۍ د بوتسوانا بیرغ رپیده. تر دې خبر لږ وروسته د ایران کورنیو رسنیو په قشم ټاپو کې د څو چاودنو خبر ورکړ. امریکایي ځواکونو وویل چې پر یوشمیرعربي هیوادونو د ایران له برید وروسته یې قشم ټاپو ویشتلی دی او د ایران د ډرون الوتکو او توغندیو یوشمیر مرکزونه یې ویجاړ کړې دي.

چهارشنبه په کویت، بحرین، متحده عربي اماراتو او عربستان کې د هوایي بریدونو په خاطر د خطر زنګونه وشرنګیدل او د دغو هیوادونو په ځینو سیمو کې د چاودنو غږونه هم اوریدل شوې دي.

د کویت پوځ او سنتکام د دغه هیواد پر فضا د یوشمیر ډرونونو او توغندیو د مخنیوي خبر ورکړ او د کویت د هوایي چلند ادارې د چهارشنبې په سهار وویل چې تیره شپه د کویت پر نړیوال هوایي ډګر حملې شوې دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل چې څومره ځاني و مالي زیانونه اوښتي دي.

د ایران د ډرون الوتکو له برید وروسته د کویت نړوال هوایي ډګر

څو ساعته وروسته د کویت دفاع وزارت دا بریدونه د ایران جنایت وباله او څرګنده یې کړه چې د دې حملو له امله د هوایي ډګر ودانۍ ته د پام وړ زیان اوښتی او یو شمیر کسان ټپيان شوې دي.

د راپورونو له مخې د ایران برید د دې سبب شو چې د کویت په هوایي ډګر کې چهارشنبه بیړنی حالت اعلان شي، الوتنې وځنډیږي او یوشمیر الوتکې نورو هوایي ډګرونو ته انتقال شي.

سنټکام په یوه بیان کې وویل چې د بحرین په لور درې توغول شوي توغندي یې په هوا کې شنډ کړې دي.

د ایران سپاه پاسداران ته نژدې یوشمیر رسنیو د فارس اژانس په شمول خبر ورکړ چې ایراني ډرون او توغندیو په کویت، بحرین، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي، دغو رسنیو د عراق په کردستان کې اربیل ته نژدې د کردي احزابو پر مرکزونو د بریدونو خبرونه هم تایید کړې دي.

پر کویت د ایران د سپاه پاسداران د ډورن الوتکو پرله پسې بریدونه شنډ شول
سنتکام

سنتکام په ایکسپاڼه کې پر خپلو اډو د ایران د سپاه پاسداران د بریالیو عملیاتو خبرونه رد کړې دي او ویلي یې دي چې د ایران د ډورن الوتکو هغه پرله پسې بریدونه یې شنډ کړې دي چې په کویت کې یې د امریکایي ځواکونو د ویشتلو هڅه کوله.

په عین حال کې، د اوربند د غځولو لپاره د خبرو اترو په جریان کې او په داسې حال کې چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو ورځو کې له تهران سره د یوې موافقې د ترلاسه کولو د امکاناتو خبره کړې ده، دا وروستۍ شخړې د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو منفي اغیزې کړې دي، د چهارشنبې په سهار چې کله په اسیا کې لوی بازارونه پرانیستل شول، د برنټ خامو تیلو بیه په هر بیرل کې یوه سلنه لوړه شوه او ۹۶،۹۷ ډالرو ته ورسیده.