اروپايي اتحادیه پاکستان ته: افغانستان سره د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي بریدونه

اسلام اباد کې د اروپايي داتحادیې دبهرنۍ پالیسې دمشرې کایا کالاس او بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار خبرې غونډه

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسې مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیراسحق ډار سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ د وروستیو اونیو نښتې "جدي بشري پایلې لري او بي ثباتي او افراطیت ته لمن وهي."

میرمن کالاس په خپله ایکسپاڼه د خپلو څرګندونو یوه ویډیو خپره کړې او وايي چې اروپايي اتحادیې تل له دواړو لوریو غوښتي چې له حوصلې کارواخلي او د زورزیاتي کچه راټیټه کړي.

هغه وړاندې وايي :

پاکستان حق لري چې د نړیوال قانون سره سم له خپل ځان او ولس څخه دفاع وکړي خو له اوسني وضعیت څخه د وتلو غوره لار خبرې دې نه بمبارد.

میرمن کالاس په دې خبرې غونډه کې د اروپايي اتحادیې او پاکستان ترمینځ په ځانګړې توګه د سوداګري اړیکو د پیاوړتیا په ګډو ژمنو د ټینګار ترڅنګ، د تهران او واشنګتڼ ترمینځ د اسلام اباد د منځګړیتوب د هلو ځلو ستاینه هم وکړه.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ تاو تریخوالی د روان کال د فبرورۍ راهیسې زیات شوی دی چې له امله یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراخې نښتې شوي چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله اړولې اوهوايي بریدونه کابل او اسلام اباد ته هم غځیدلي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو کابل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر وایي چې پاکستان به په نژدې راتلونکې کې بیا دا جرات ونه کړي چې پر افغانستان بمباري وکړي.

ملا محمد یعقوب مجاهد دا خبره په مسکو کې له روسیې سره د پوځي – تخنیکي تړون تر لاسلیکدو وروسته، کابل ته د ستنیدو پرمهال د شنبې په ورځ د ( مې ۳۰ مه) خبریالانو ته وکړه.

سره له دې چې د کړکیچ د مهارولو لپاره قطر، ترکیه ، سعودي عربستان او چین کې خبرې شوي خو تراوسه یې کومه ټاکلې نتیجه نه ده ورکړې خو بیاهم د نښتو کچه په وروستیو اونیو کې پرته له کوم اعلان شوي رسمي اوربند راټیټه شوې ده.

د طالبانو یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې راتلونکو ورځو کې د پاکستان یو مرکچې پلاوی کابل ته ځي خو همدغې سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه سفر اوس لپاره لغوه شوی دی.