د طالبانو دفاع وزیر وایي چې پاکستان به په نژدې راتلونکې کې بیا دا جرات ونه کړي چې پر افغانستان بمباري وکړي.
ملا محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې له روسیې سره د پوځي – تخنیکي تړون تر لاسلیکدو وروسته، د روسیې له سفره کابل ته د ستنیدو پرمهال د شنبې په ورځ د ( مې ۳۰ مه) خبریالانو ته وکړه:
« لکه تاسو چې ولیدل چې دوی څو میاشتې مخکې په جرات کولی شوای چې د افغانستان په هره برخه بمبارد وکړای شي. موږ په دې هڅه کې یوو چې په نژدې راتلونکي کې دوی دا جرات ونه کړای شي»
د پروسږکال د اکتوبر په نهمه پاکستاني الوتکو پر کابل، خوست، جلال اباد او پکتیکا کې بمبارۍ وکړې او ویې ویل چې دوی د پاکستاني طالبانو( ټي ټي پي) مشران په نښه کړي دي. تر دې بریدونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي لارې بندې دي. د تیرو نژدې اوو میاشتو په ترڅ کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ پر پوله هم بیا بیا نښتې شوې دي. سږکال په فبروري کې هم پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر یوشمیر سیمو هوایي بریدونه وکړل او د پاکستاني الوتکو تر ټولو خونړی برید د مارچ په شپاړسمه و چې په کابل کې یې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې روغتون وویشت چې د ملګرو ملتو د مرستندویه ماموریت ( یوناما ) په وینا د دې حملې له امله لږ تر لږه ۲۶۹ ملکیان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپيان شوې دي.
د امریکا له متحد ایالتونو سره هم داسې تړون ته لیواله یوو لکه له روسیې سره چې مو لاسلیک کړملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه اخیستې وه. دې څلور ورځني کنفرانس، چې د نړۍ له سلو زیاتو هیوادو او د یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو پکې ګډون کړی و د مې له ۲۶ مې تر ۲۹ مې دوام و کړ. د دې کنفرانس په څنډه کې روسیې له طالبانو سره پوځي-تخنیکي توافق لیک لاسلیک کړ، د دې توافقنامې جزییات تر اوسه نه دې رسنیز شوي خو ملا محمد یعقوب مجاهد د کابل په هوایي ډګر کې وویل چې په افغانستان کې هم روسیي هیلکوپتر شته او هم نورې وسلې نو له روسیې سره یوه پوځي تړون ته اړتیا وه:
« دا یوه نظامي-تخنیکي توافقنامه ده. دا نه دفاعي تړون دی او نه امنیتي تړون دی چې څوک تشویش ورڅخه وکړي. دا به یوازې او یوازې د افغانستان د ګټو لپاره وي»
مجاهد بیا وویل چې دې توافقنامې ته بعضي هیوادونه بیځایه اندېښنه لري او په افغانستان کې روسیي وسلې ترمیم ته اړتیا لري او څارنه غواړي چې دا په دې برخه کې لومړی تړون دی چې لاسلیک شو. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې امریکایي وسلې هم شته او که امریکا داسې تړون ته لیواله وي دوی له هغوی سره هم د ورته توافقنامې لاسلیکیدو ته چمتو دي.
کابل ته د ملا محمد یعقوب مجاهد تر رسیدو یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګتن ډي سي کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې. پاکستان ټوډې ورځپاڼې راپور ورکړ چې واشنګتن او اسلام اباد د دې خبرو پر مهال موافقه وکړه چې په امنیتي او د ترهګرو پرضد مبارزې کې همکاري پراخه کړي.
اسلام اباد په افغانستان کې واکمن طالبان تورنوي چې د ( ټي ټي پي) ترهګرې ډلې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده، دا هغه تور دی چې افغان طالبان یې ردوي.