د بلو اوریجین شرکت یو لوی توغندی تر ازموینې مخکې وچاودېد
Your browser doesn’t support HTML5
د بلو اوریجین شرکت یو لوی توغندی «نیوګلن» تېره شپه د ازموینې په دړه وچاودېد.
دا پېښه د جف بزوس فضايي پروژې ته یوه ضربه ګڼل کېږي چې غواړي د ایلان ماسک له سپین ایکس شرکت سره واټن کم کړي.
تمه وه بلو اوریجین شرکت په دغه توغندي سره د آمازون لئو ۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې ښکتني مدار ته یوسي.
هدف د ماسک له سټارلینک سټلایټ انټرنیټ سره د یوې سیالې شبکې رامنځته کول و.
ایلان ماسک بیا د خپل سیال شرکت په دې تاوان خپګان ښوولی او هیله یې ښوولې چې ژر بېرته په خپلو پښو ودریږي.