داوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي په یوه بېساري او مستقیمه غوښتنه کې له ولسمشر ټرمپ او د امریکا کانګرس څخه غوښتي چې اوکراین د «پیټریوټ» دافع هوا نورو سیستمونو ته ځکه بیړنۍ اړتیا لري چې روسیې پر اوکرایني ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه زیات کړي دي.
زېلېنسکي په خپل پنځه مخیز لیک کې چې سپینې ماڼۍ او کانګرس ته استول شوی، ویلي چې د اوکراین د ملکي وګړو د ساتنې امکانات اوس تر ډېره امریکايي«پیټریوټ» سیستمونو پورې تړلي دي.
زیلنسکي وايي چې بالستیک توغندي د روسیې په لاس کې د جګړې د برلاسي پاتې وسله ده.
په واشنګټن کې د اوکراین سفیرې اولها ستیفانیشنا د چهارشنبې په ورځ د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل چې د کییف د پیغام موخه دا وه چې بدلېدونکو ډیپلوماټیکو څرګندونو د جګړې پر اصلي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راوستی.
هغې وویل: "واقعیت دا ده چې پر ځمکه وضعیت کې کوم بدلون نه دی رامینځ ته شوی. خلک مري."
زېلېنسکي په هغه لیک کې چې متن یې ازادي راډیو ترلاسه کړی، لیکلي چې د جګړې په ترڅ کې، چې "د ډېرو خلکو د ژوند برخلیک" پکې ټاکل کېږي، د پېټریوټ دفاعي سیستمونه لا هم "د روسیې د هر ډول بالستیک توغندیو پر وړاندې تر ټولو اغېزمنه دفاع" ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت لا هم اوکراین ته له لویو مستقیمو پوځي مرستو ډډه کوي، او پر ځای یې یو میکانیزم څخه کار اخلي چې له مخې یې د ناټو متحدین د اوکراین لپاره د امریکا پوځي سیستمونه پېري.