د می په ۲۸مه، د میاشتني عادت د حفظ الصحې نړیواله ورځ ده.
یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، دوی لاهم د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې وایي د میاشتني عادت یا دورې په اړه یې د کافي پوهاوي نه لرلو او په ټولنه کې د دې موضوع د شرم ګڼلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.
د شرم له امله مې نه شو کولای دا موضوع چا سره شریکه کړم او نه پوهېدم چې څنګه او څه استفاده کړم، د مور زړې جامې مې قیچي کولې او هغه مې کارولې،همدا موضوع د دې لامل شوه چې اوس سل ډوله ناروغیو باندې اخته یمد کابل اوسیدنکې
دې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ بدلېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
"د شرم له امله مې نه شو کولای دا موضوع چا سره شریکه کړم او نه پوهېدم چې څنګه او څه استفاده کړم، د مور زړې جامې مې قیچي کولې او هغه مې کارولې،همدا موضوع د دې لامل شوه چې اوس سل ډوله ناروغیو باندې اخته یم."
د ننګرهار ولایت یوې بلې اوسېدونکې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دې د عامه پوهاوي د نشتوالي او د خپلې کورنۍ له خوا د قضاوت کولو له ویرې د خپلې میاشتنۍ دورې په جریان کې ان د خپل درد او ستونزو په اړه چاسره خبرې هم نه شوې کولای.
دې وویل:
"څه موده وړاندې زه هم همدې ستونزې سره مخ شوم، چې کله میاشتني عادت کې وم د مکروب له امله مې درد درلود، کله چې ما وویل چې مریضه یم، ورور مې وویل نورې خویندې مې هېڅ کله دومره سپین سترګې نه وې، زه تر اوسه نه پوهېدم چې مریضي څه ده، هغه ویل چې ته ډېره سپین سترګې یې، چې وایې زه مریضه یم او درد لرم، ویل یې ولې داسې وایې، دا موږ ته شرم دی چې د میاشتني عادت ير مهال ووایو چې درد یا ډاکتر ته اړتیا لرو، دا خبره ډېریو کورنیو کې شرم ګڼل کېږي."
د بادونې ده چې د میاشتني عادت په اړه د عامه پوهاوي نشتوالي او اقتصادي ستونزو په افغانستان کې ډیری نجونې د حفظ الصحې اړینو محصولاتو ته د لاسرسي راګرځولي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
ولې په افغانستان کې د نجونو میاشتنی عادت شرم ګڼل کیږي؟
روغتیایي او مرستندویه سازمانونه وايي چې د افغانستان په ډیری برخو کې میاشتنۍ دوره لاهم یوه تابو موضوع ګڼل کیږي، چې ډیری ځوانې نجونې یې معلوماتو او ملاتړ ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.
پاکو اوبو ته محدود لاسرسی، د مناسب تشنابونو او حفظ الصحې محصولاتو نشتوالی یا کمښت هم په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو او بې ځایه شویو کورنیو کې د میاشتني عادت مدیریت ستونزمن کړی دی.
یو شمیر میندې هم وايي چې د میاشتنۍ دورې پر مهال د پوهاوي لوړولو او له خپلو لوڼو د پاملرنې په برخه کې د میندو رول خورا مهم دی او کولای شي د دوی د روغتیا او رواني حالت ستونزو کمولو کې مرسته وکړي.
هغه میندې چې بشپړ سواد او کره معلومات لري، کولای شي له خپلو لوڼو ښه ساتنه وکړي او کله چې هغوی ناروغانې کېږي، خپلو لوڼو ته بشپړ معلومات ورکړي، تجربه لرونکې میندې کولای شي د روغتیا پالنې، پرهېز او ځینو خوړو له اړخه مرسته وکړي
له دې ډلې یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"هغه میندې چې بشپړ سواد او کره معلومات لري، کولای شي له خپلو لوڼو ښه ساتنه وکړي او کله چې هغوی ناروغانې کېږي، خپلو لوڼو ته بشپړ معلومات ورکړي، تجربه لرونکې میندې کولای شي د روغتیا پالنې، پرهېز او ځینو خوړو له اړخه مرسته وکړي، خو له بده مرغه هغه میندې چې معلومات نه لري، زده کړې یې نه دي کړي او خپله هم همدې ستونزو سره مخ وي، د خپلو لوڼو د پریود پر مهال سمه مرسته نه شي کولای."
په افغانستان کې په پراخه کچه د "حیض" یا "میاشتني عادت" پر ځای د "ناروغۍ" کلمه کارول کیږي، په داسې حال کې چې ډاکټران او روغتیا پالان وايي چې حیض یا میاشتنی عادت ناروغي نه، بلکې د ښځو او نجونو د روغتیا نښه ده.
دوی دا خبرداری هم ورکوي چې د عامه پوهاوي او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د نجونو او ښځو د روغتیا لپاره جدي پایلې لرلی شي.
له دې ډلې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټرې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل، د میاشتنۍ دورې په جریان کې د حفظ الصحې ساتل په ښځو کې د ډیریو نسایي ناروغیو مخنیوي کې مهم دی.
"که په دې حالت کې حفظ الصحه مراعت نه شي، کولای شي نجونو کې د میاشتني عادت ستونزو، دوامدارو خونریزیو، مضرو التهاباتو لامل شي او حتی په پرمختللو حالاتو کې د پرلپسې سقطونو او بې اولادۍ لامل شي، موږ باید په دې برخه کې د مدرسو، ښوونځیو او ان جوماتونو له لارې عامه پوهاوی زیات کړو، د میاشتنۍ دورې پر مهال د ځینو اصول رعایت ډېر مهم دي، پډونه باید هر دوه ساعته وروسته بدل شي او هغه جامې چې کارول کېږي باید پاکې او صحي وي."
دا ټینګار کوي چې د میاشتنۍ دورې په اړه په کورنیو کې پرانیستې خبرې اترې، تعلیمي پروګرامونو، او د مناسبو روغتیایي او حفظ الصحې اسانتیاوو برابرول د نجونو او ښځو د روغتیا او عزت په ساتلو کې مهم رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو ان اف پي اې) هم په دې وروستیو کې ټینګار کړی چې د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې په اړه پوهاوی او د حفظ الصحې اساسي توکو ته لاسرسی په افغانستان کې د ځوانو نجونو د روغتیا، عزت او ټولنیز ګډون لپاره اړین دي.
دې بنسټ ویلي چې ډیری نجونې لاهم د پوهاوي د نشتوالي او منفي ټولنیزو چلندونو له امله د خپلې میاشتنۍ دورې په جریان کې د شرم یا انزوا احساس کوي.
نن د می ۲۸مه «د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې نړیوالې ورځې» سره برابره ده.
د دې ورځې له نمانځلو موخه د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي لوړول، په دې اړه ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې د حفظ الصحې اسانتیاوو ته لاسرسی لري، او دې پورې اړوند تابو ګانو او تبعیضونو ماتول دي.
د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې نړیواله ورځ لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د یو جرمني سازمان «واش یونایټډ » لخوا ونومول شوه.
سږ کال د دې ورځې شعار دی "د میاشتنۍ دورې لپاره د دوستانه نړۍ یوځای کېدل."
د روغتیايي سازمانونو او د ښځو د حقونو مدافعینو له هڅو سره سره، ډیری افغان نجونې او میرمنې لاهم د میاشتنۍ دورې د حفظ الصحې په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي، هغه مسله چې د روغتیا پالانو په باور د کورنیو، ټولنې او مسؤلو ادارو لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري