د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د پولیو ویروس مثبته پېښه ثبت شوې

په افغانستان کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده

د روغتیا نړیوال سازمان«ډبلیو اچ او» ویلي دا پېښه په هلمند ولایت کې ثبت شوی او په ځو نورو ولایتونو کې یې بیا د پولیو د ۱۱ مثبتو چاپیریالي پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکې او په پولیو د اخته ۴ کلن ساحل خپلوانه چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، تېر کال ډکترانو ورته ویلي وه چې ماشوم یې پولیو یا ګوزڼ وهلی دی.

دلته خلک سم عامه پوهاوی نه لري او روغتیايي ټیمونه هم سمه رسېدنه نه شي کولای، د ده د کورنۍ ذهن کې دا خبره ده چې واکسین منفي پایلې لري نو ځکه یې واکسین ورته نه دی کړی
د کندهار اوسیدنکې

دې، وړاندې یې ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه.

"دلته خلک سم عامه پوهاوی نه لري او روغتیايي ټیمونه هم سمه رسېدنه نه شي کولای، د ده د کورنۍ ذهن کې دا خبره ده چې واکسین منفي پایلې لري نو ځکه یې واکسین ورته نه دی کړی، ماشوم تبه کوي، فزیکي حالت یې هم ډېر تغیر کړی، اشتها یې خرابه وي، ځکه پولیو ویروس باندې اخته دی، خو خپله کورنۍ یې په عادي سترګه ورته ګوري، وایي دا هسې ناروغ دی، واکیسن نه ورته کوي."

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي عشق محمد هم ازادي راډیو ته وویل، د ده اته کلن وراره هم دوه نیم کاله وړاندې په پولیو اخته شو چې اوس فلج دی.

ده وویل،

"وراره مې په بشپړ ډول د ماشومانو په ګوزڼ اخته شوی او فلج دی، تقریبا تر دوو کلونو ډېر کېږي چې اخته شوی، ده خوارکي به ژړل ومو نه شو کړای چې روغتیایي مرکز ته یې بوځو، بیا مو د هرات روغتون ته یوړ، هلته یې ورته ویلي و چې درې میاشتې وروسته یې راولۍ خو بیا فلج شو، اوس هر وخت ورته د پولیو واکسین کوي خو ګټه یې نه ده کړې."

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي شکرالله بیا ازادي راډیو ته وویل چې د اقصی په نوم څلور نیم میاشتنۍ لور یې تازه په یو لاس فلج او سترګو یې دید ی پریښی خو په خبره یې د روغتیا نړیوال سازمان ترې ټسټ اخیستی او دوی یې نتیجې ته په تمه دي.

په دې اړه نور:

له پولیو پاک افغانستان: د پولیو ضد کمپاین نن وروستۍ ورځ ده؛ ماشومان باید د پولیو په وړاندې خوندي شي

دا کورنۍ داسې مهال د خپلو خپلوانو او کورنیو د غړو د فلجېدو له امله اندېښمنې دي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان د پولیو د یوې نوې مثبتې پېښې د ثبتېدو اعلان کړی دی.

«ډبلیو اچ او» د سه شنبې په ورځ د می په ۲۶مه پر ریلیف وېب پاڼه یو اته مخییزه خپور کړي ویلي چې د دې ویروس وحشي ( WPV1) بڼه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د روان ۲۰۲۶ کال د اپریل میاشتې په ۲مه نېټه ثبت شوې ده.

وراره مې په بشپړ ډول د ماشومانو په ګوزڼ اخته شوی او فلج دی، تقریبا تر دوو کلونو ډېر کېږي چې اخته شوی، ده خوارکي به ژړل ومو نه شو کړای چې روغتیایي مرکز ته یې بوځو
عشق محمد

دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵ څخه تر اوسه پورې په ټول افغانستان او پاکستان کې د پولیو ( WPV1)بڼې ۵۲ مثبتې پېښې تایید شوي، چې ۲۱ یې په افغانستان کې او ۳۱ یې په پاکستان کې دي.

د دې راپور له مخې، خو په ۲۰۲۶ کال کې ۷ پېښې راپور شوي، چې څلور یې له افغانستان او درې یې په پاکستان کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه په افغانستانه کې د پولیو ویروس د ۱۱ نویو مثبتو چاپیریالي پېښو د ثبتېدو راپور هم ورکړی دی، چې په مختلفو ولایتونو کې د ویروس دوامداره جریان څرګندوي.

د دې سازمان په ټکو، په نویو چاپېریالي موندنو کې پنځه یې ننکرهار کې دي چې درې یې جلال اباد ښار، یوه بټي کوټ او یوه هم بهسودو ولسوالیو کې ده.

دغه شان درې نمونې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ او لښکرګاه ښار او دوه هم کندهار ولایت، او یوه د زابل ولایت په قلات کې ثبت شوې ده.

د راپور له مخې، دا ټولې نمونې د ۲۰۲۶ کال د تېرې اپریل میاشتې د ۲۵مې او ۲۷ مې ترمنځ راټولې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کې په ټول افغانستان او پاکستان کې ۷۴۵ مثبتې چاپیریالي نمونې ثبت شوي، چې ۹۴ یې له افغانستان څخه دي.

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کې تر اوسه پورې، ۱۱۵ چاپیریالي مثبت نمونې راپور شوي، چې ۳۴ یې افغانستان او ۸۱ یې پاکستان کې دي.

زه چې کله د واکسیناتور په توګه کلیو ته حجره په حجره د ماشومانو د واکیسنو جلسې جوړوم، راغواړو یې واکسین ورته کوو خو بیا هم ویده، ناروغ ماشومان پاتې کېږي، همدا میس (پاتې) ماشومان بیا په پولیو اخته یا مثبت ثبتېږي
واکسیناتور

«ډبلیو اچ او» داسې مهال د دې مثبتو پېښو د ثبت خبره کوي چې د طالبانو حکومت له کابو درې کلونو راهیسې په ټول افغانستان کې د پولیو صد واکسینو کمپاین له کور په کور څخه؛ سیمه په سیمه او جومات په جومات ته اړولی دی.

د افغانستان ختیځ زون کې یو واکسیناتور چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

"زه چې کله د واکسیناتور په توګه کلیو ته حجره په حجره د ماشومانو د واکیسنو جلسې جوړوم، راغواړو یې واکسین ورته کوو خو بیا هم ویده، ناروغ ماشومان پاتې کېږي، همدا میس (پاتې) ماشومان بیا په پولیو اخته یا مثبت ثبتېږي."

دی وایي بل لامل یې دا دی، چې ډېری وخت کورنۍ د جګړو، طبیعي پېښو، بې وزلیو، وچکالیو او بېلابېلو لاملونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه کېږي چې په منظمه توګه بیاواکیسن ته لاسرسی نه لري.

ډاکتران ټینګار کوي چې د پولیو د مخنیوي لپاره د نورو روغتیایي لارښوونو عملي کېدو تر څنګ د واکسین تطبیق تر ټولو مهمه چاره ده.

د داخلې څانګې متخصص او د کابل طبي پوهنتون استاد دوکتور هدایت الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل:

"د پولیو د مخنیوي لپاره کورنیو ته مو سپارښتنه ده چې ماشومانو ته پاکې اوبه او خواړه ورکړي، د دوی حفظ الصحه دې وساتي، بل دولتي اړوندې ادارې دې په منظم ډول په ټول افغانستان کې خصوصا لرې پرتو سیمو کې چې خلک ډېر په دې اړه پوهاوي نه لري د پولیو ضد واکسینونه حتما تطبیق کړي."

روغتیا پال او د ننګرهار ولایت د پولیو واکسین د کمپاین په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان کارکوونکی او کواډیناتور سرورولي غروال چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ، د پولیو وحشي (WPV1) بڼه هغه ډول ویروس دی چې په خبره یې په مستقیمه توګه له مصاب ناروغ نه بل انسان ته انتقال او پرې تر اخته کېدو وروسته فلج کېږي، خو چاپیریالي بڼه یې هغه ډول ویروس ته وايي چې د ککړو اوبو، ویالو یا چټلو اوبو یې نمونه واخیستل شي، او په لابراتوار کې په کې د پولیو ویروس وموندل شي خو په خبره یې ممکن پرې اخته ماشوم ترې فلج نه شي اما ویروس په فعاله دوګه په چاپیریال کې موجود وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس لیږد لا تر اوسه په بشپړه توګه په کې له منځه نه دی تللی.