امنیستي انټرنشنل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړي فریدالله افریدي د نادرکه کیدو په اړه اندیښنه ښکاره کړه

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړي فریدالله افریدی د "تښتول کېدو" په اړه د خپلواکو، شفافو او اغېزمنو څېړنو غوښتنه کړې ده.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي: "که هغه (فریدالله افریدی) د چارواکو په توقیف کې وي، نو باید د ساتنې ځای یې اعلان شي، سمدستي دې خوشې کړل شي او د هغه د نادرکه کېدو له عاملانو سره دې د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو سره سم حساب کتاب وشي."

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې فریدالله افریدی د مې په ۱۸مه ماښام له پېښور ښار څخه تښتول شوی دی. ویل شوي چې د هغه د کورنۍ د غوښتنو سره سره، پولیسو د هغه د نادرکه کېدو په اړه نه کوم لومړنی راپور ثبت کړی او نه یې هم د دې پېښې په اړه کومه څېړنه پیل کړې ده.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د دې سازمان په خبره افریدی د پښتون ژغورنې د غورځنګ لومړنی فعال نه دی چې له کومو نښو نښانو پرته نادرکه کیږي.

دې سازمان اندیښنه څرګنده کړې چې د افریدی نادرکه کېدل د دغه غورځنګ د فعالانو د جبري ورکېدو او د دولتي چارواکو له خوا د اندیښنې وړ ځپنې د لړۍ برخه ده.