له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې

ارشیف

چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.

د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.