ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۲۷ مه) د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د خپلې کابینې له غړیو سره په کمپ ډیویډ کې غونډه وکړي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د میریلنډ په غرنۍ سیمه کې د جمهوري ریاست استوګنځي ته ولسمشر ټرمپ د مخکنیو ولسمشرانو برخلاف ډیر لږ ځي او دا د دې څرګندونه کوي چې دا خبرې حساسې دي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د دې غونډې د اجنډا اصلي موضوع ایران دی او د کابینې ټول غړي به برخه پکې واخلي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ویلي و چې له تهران سره د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر موافقه نژدې شوې ده خو که چیرته خبرې اترې ناکامه شي امریکا به یو ځل بیا پر ایران بریدونه پيل کړي.
کمپ ډیویډ ته ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دې دوهمه دوره کې تر دې یو ځل مخکې هغه وخت ورغلی و چې څو ورځې وروسته یې د فبروري په اته ویشتمه امریکایي ځواکونو پر ایران برید وکړ.