له لسو زرو زیاتې کورنۍ سېلابونو اغېزمنې کړي

سېلونو کې زیانمن شوي افغان ملکیان

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای.او.ایم» وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ زره ډېرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوي دي. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې وروستیو سیلابونو په ځانګړي ډول په شمالي ولایت بغلان کې ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د اورښتونو او سیلابونو روانه څپه؛ بغلان او تخار یې تر نورو ډېر زیانمن کړي دي.

سیمه ییز طالب چارواکو ویلي په دې دوه ولایتونو کې تازه سیلابونو تر ۱۵ کسان وژلي ۸۰ یې ټپیان کړي او سلګونه کورنیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار د زمان خیلو د سیمې دا اوسېدونکی فرید الله وايي وروستیو ناڅاپي سیلابونو د دوی په سیمه کې پراخه ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

نوموړي سه شنبه د جوزا ۵مه ازادي راډيو ته وویل، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید ژر تر ژره د سیلاب ځپلو ستونزو ته رسېدنه وکړي:


دا دیوالونه پرون سیلاب چپه کړي، لا هم ترې اوبه راروانې دي، خلک ډېر بې وزله دي، ان تر دې حده چې د یوې بوجۍ وړو د اخیستلو توان نه لري، سیلابونو له موږ هر څه واخیستل
د پلخمري اوسیدونکی فریدالله

هغه زیاته کړه: «موږ د یوې بوجۍ وړو د اخیستلو توان نه لرو، نو څنګه به دا کورونه ورغوو، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید مرسته وکړي او د سیلاب ځپلو لاس نیوی وکړي.»

د پلخمري یو بل سیلاب ځپلې دین محمد هم ورته خبره وکړه او وې ویل:

«تېره ورځ پنځه بجې له سختې ږلۍ او باران وروسته سخت سیلاب راغی، خلک یې له امله مړه شول، کورونه یې ویجاړ کړل، زما خپله کور نړېدلی دی او اوس بې سرپنا پاتې یم.»

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند خپلواک فاروقي کورنیو رسنیو ته ویلي، دغه سیلابونو چې یکشنبه د جوزا ۳درېیمه راووتل د پخلمري ښار د کرکر، بند دو، زمان خیل، حسن خیل او بابا نظر سیمو کې پراخه ویجاړۍ رامنځته کړې دي.

نوموړي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې سیلابونو کې ۱۰ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د تخار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دوشنبه د جوزا ۴مه سختو سیلابونو د دې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې خلکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

یو سیلاب ځپلي محمد وزیر ازادي راډيو ته وویل چې کور یې د سیلابونو له امله نړېدلی او هر څه یې له لاسه ورکړي دي:

«زما کور همدا اوس د سیلاب له امله نړیدلی دی، هیڅ نه دي راپاتې، ټول کلی اوبو وړی دی.»

د سیمې اوسېدونکي دغه راز وايي چې سیلاب د رستاق ولسوالۍ په قرلق سیمه کې د کوکچې پر سیند جوړ شوی پل هم سیلاب نړولې او اوس مهال د دې ولسوالۍ او نږدې دیرشو کلیو تر منځ د تګ راتګ لاره تړل شوې ده.

د تخار د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي عبدالصمد اشرف د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو، تلویزیون ته ویلي چې یوازې د یکشنبې د ورځې سیلابونو په دې ولسوالۍ کې ۵ تنه مړه او له پنځوس ډېر ټپیان کړي دي.

هغه ویلي: «کورونه تخریب شوي، کرنیزې ځمکې تخریب شوي، خلک شهیدان شوي او ټپیان شوي، مواصلاتي لارې بندې دي، رسېدنه نه کیږي، خلک خوراکي او غیر خوراکي موادو ته اړتیا لري، مرکزي حکومت باید دې ته جدي پام وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د حمل له ۶ مې راروسته د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سیلابونو پراخه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ایم » ویلي د روان میلادي کال له پیل راهیسي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ زره ډېرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوي دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې وروستیو سیلابونو په ځانګړي ډول په شمالي ولایت بغلان کې پراخه زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې ډېرې زیانمنې کورنۍ چې لا له وړاندې د طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو سره مخ وو وروستیو سیلابونو یې وضعیت لا پسې خراب کړی او نوې ننګونې یې راپیدا کړي دي.

دوشنبه د جوزا ۴مه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې وروستیو سیلابونو په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې د افغانستان د ۳۱ ولایتونو کې ۱۶۵ ولسوالۍ او ۵۴۶ کلي اغېزمن کړي.

اوچا ویلي وو د سرپناه له عاجلو اړتیاوو سربېره، دغو سېلابونو د خلکو پخوانۍ ستونزې هم لا ژورې کړې دي، ګڼو کورنیو نه یوازې خپل کورونه، بلکې د عاید اصلي سرچینې هم له لاسه ورکړې دي، په ځانګړي ډول هغو کورنیو چې په کلیوالو سیمو کې په کرنه او موسمي مزدورۍ متکي وې.

د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د حمل له ۶مې راورسته د افغانستان شاوخوا ۳۱ ولایتونو کې د بیلابیلو طبیعي افتونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر له درې سوه اوښتي او دغه راز د ټپیانو شمېر هم شاوخوا ۴۳۰ ته رسېدلی دی.