د متحدوایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل تازه پیغام کې ایران سره په خبرو اترو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او په مذاکراتو کې دخیلو ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې ایران سره له محتملې هوکړې وروسته سملاسي د "ابراهیم" په نامه تړون سره یوځای شي.
د ابراهیم تړون یا ابراهیمي تړونونه هغه پلان و چې ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې د اسرائیلو او عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کیدو لپاره وړاندې کړی وو او وتوانید چې څو هیوادونه لکه متحد عربي امارات او بحرین دغه پلان ته وهڅوي.
اوس د متحدو ایالاتو ولسمشر ایران سره هوکړه له همدغه پلان سره تړلی بللی او له نورو عربي هیوادونو او ترکيې څخه په ټکو یې «اجباري غوښتنه» کړې چې ژرترژره دغه پلان سره یوځای شي.
ان تردې چې له دغه پلان سره یې دایران دیوځای کیدو نظر هم وړاندې کړی دی.
خو تراوسه نه اسراییلو دې پیغام ته غبرګون ښودلی او نه هم هغو هیوادونو چې په دغه پیغام کې یې نومونه اخیستل شوي دي.
اکسیوس خبري سایټ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ ددغو هیوادنو مشرانو سره په ټلفوني خبرو کې دا نظر په ناڅاپی توګه وړاندې کړ تردې چې دهیوادونو مشران د اوږدې شیبې لپاره چپ پاته شوي اوڅه یې نه دي ویلي.
سعودي عربستان، متحد عربي امارات، پاکستان، ترکیه، مصر، اردن او بحرین هغه هیوادونه دي چې مشرانو یا لوړ رتبه چارواکو یې په دغه تلفوني خبرو کې برخه اخیستلې.