د افغانستان د لسګونو زرو حاجیانو په شمول دنړۍ د بیلابیلو هیوادونو سلګونه زره حاجیان نن د عرفې د مراسمو لپاره چې دحج اساسي مراسم ګڼل کیږي په عرفات غونډۍ کې راټولیږي.
افغان حاجیان چې پرون دوشنبې د مکې معظمې څخه د منې ، مزدلفې او عرفات په لور وخوځیدل تیره شپه یې منې کې تیره کړه، سه شنبې به د نورحاجیانو سره په عرفات کې وي.
دافغانستان یوحاجی ډاکټر عبدالحنان احمدزي د دوشنبې په ورځ له منی څخه ازادي راډیو ته وویل چې هوا ډیره ګرمه ده خو دننه په خیمو کې ایرکانډیشنونه لګیدلي او تسهیلات شته.
خلک چې دعا کوي ژاړي ، ډیر خدای ته توبې باسي ، اکثره خلک د قران شریف تلاوت کويډاکټر عبدالحنان احمدزی
" حالت خو ښه دی، حاجی صاحبان خوشحاله دي او د اوسیدو ځای هم ډیر ښه دی، یخ دی ،ایرکنډیشنونه په کې دي ، صرف د اودسونو ځای کې ډیر بیروبار وي، حاجیان په لویو کتارونو کې منتظر وي ، خلک ډیر په تکلفیږي، نور ډوډۍ هم ښه ده او میوه هم ورکوي ، خلک چې دعا کوي ژاړي ، ډیر خدای ته توبې باسي ، اکثره خلک د قران شریف تلاوت کوي."
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویلي چې د نورو ترتیباتو ترڅنګ هرو ۴۵ حاجیانو ته یو معلم ټاکل شوی دی.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه څه د پاسه ۱.۵ میلیونه حاجیان چې سپین احرامونه یې اغوستي وو د دوشنبې په ورځ د سږني حج مراسم په داسې حال کې پیل کړل چې هیله شته منځني ختیځ کې جګړه پایته ورسیږي.
کله چې حاجیان په ډلو ډلو منا ته رسېدل، د سیمې تودوخه ۴۵ درجې سانتيګراد ته ورسېده. د سعودي روغتیايي چارواکو له حاجیانو وغوښتل چې د لمر ضد چترۍ وکاروي او د لمر وړانګو سره مستقیم تماس کم کړي ترڅو د ګرمۍ او ستړیا څخه وژغورل شي.
د حج پیل سره همهاله د امریکا ولسمشردونالد ټرمپ د ایران سره د اوربند د غځولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه بېلابېل او متضاد پیغامونه ورکړل.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیال کې ولیکل:
"له ایران سره تړون به یا ډېر ښه او مانادار وي، او یا به هېڅ تړون ونه شي. "
سږنی حج له هغو بریدونو وروسته ترسره کېږي چې ایران د امریکا دبریدونو په غبرګون کې په سعودي عربستان او د خلیج په نورو هېوادونو کې پر اهدافو کړي دي.
سعودي چارواکو هڅه کړې چې د حاجیانو ذهنونه له جګړې ځکه لرې وساتي چې اکثرو یې د نړۍ د ترټولو لویو دغو کلنیو دیني مراسمو لپاره د نړۍ له لرې سیمو اوږده سفرونه کړي.
سعودي چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله سږ کال له بهرنیو هېوادونو څخه ډېر حاجیان راغلي دي.
خو د حج د روحاني خوښۍ ترڅنګ، د سعودي حکومت چمتووالی هم څرګند کړی.
د سعودي دفاع وزارت په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د مکې ښار شاوخوا پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه لیدل کیږي.
په پوسټ کې راغلي:
“د هوايي دفاع ځواکونه د سپېڅلو ځایونو د اسمانونو د ساتنې او د هر ډول هوايي ګواښ پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت لري، ترڅو د حاجیانو امنیت او ذهني سکون ډاډمن کړي.”
ګڼ شمیر حاجیانو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ژر سوله وشي.
په ایران کې جګړې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې دهمحمد شحاته
د مصر یو پنځوس کلن حاجي، محمد شحاته، وویل:
“په ایران کې جګړې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده. هېڅوک جګړې او خلکو ته زیان نه غواړي.”
حج د اسلام له پنځو اساسي ارکانو څخه دی، او هر هغه مسلمان نارینه او ښځه چې وس او توان یې ولري، باید لږ تر لږه یو ځل یې ادا کړي.