د طالبانو حکومت «د زوجینو د جلا کېدو اصول نامې» ته د غبرګونونو په دوام، د«افغانستان د حقونو د څار» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ یې د غندلو تر څنګ ویلي، چې طالبانوپه دې سره د ماشومو نجونو د ودونو د قانوني کولو په لور رسمي ګام پورته کړی دی.
"د زوجینو د جلا کېدو اصول نامه" په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح «صحیح» ګڼل شوې.
د واده لپاره د قانوني عمر د حد بشپړ لرې کول، یوازې په شرعي بلوغ بسنه کول، د نجلۍ چوپتیا د نکاح لپاره رضایت ګڼل، د کم عمره نجونو ودونو ته رسمي بڼه ورکول، نارینه سرپرستانو ته مطلق صلاحیت ورکول او له نجونو څخه د نکاح د فسخه کېدو حق اخیستل د دې اصولنامې له اندېښمنوونکو مواردو څخه ديد بشري حقونو د څار سازمان
د«افغانستان د حقونو د څار» بنسټ شنبه د جوزا ۲مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د واده لپاره د قانوني عمر د حد بشپړ لرې کول، یوازې په شرعي بلوغ بسنه کول، د نجلۍ چوپتیا د نکاح لپاره رضایت ګڼل، د کم عمره نجونو ودونو ته رسمي بڼه ورکول، نارینه سرپرستانو ته مطلق صلاحیت ورکول او له نجونو څخه د نکاح د فسخه کېدو حق اخیستل د دې اصولنامې له اندېښمنوونکو مواردو څخه دي.
یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې یوازې د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې پر طالب چارواکو اقتصادي او سفري بندیزونه لا زیات او سخت کړي او په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وایي چې په وروستیو کلونو کې اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ځینې کورنۍ دې ته اړې کړې چې خپلې کم عمره لوڼې واده کړي.
د کندز ولایت یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
"دا ډول مسایل ډیر دي، لامل یې بې وزلي، بې کاري، مجبوري او جګړه ده، خلک ډېر غریب دي، زما خور هم د همدې وضعیت قرباني شوه، ځینې کسان راغلل او غوښتل یې هغه په زور یوسي، زما پلار مجبوره شو چې هغه له یوه سپین ږیري سړي سره واده کړي، چې له مور مې هم مشر و، حال دا چې زما خور شپاړس کلنه وه."
د هرات د زنده جان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د هېواد د اوسنیو شرایطو او اقتصادي ستونزو له امله نږدې یو کال وړاندې اړ شوه چې خپله ۱۵کلنه لور واده کړي.
په دې اړه نور:
د ماشومانو نکاح چې طالبانو په ځینو مواردو کې صحیح بللې د ګڼو نجونو د تیاره او ستونزمن ژوند پیلامه ګرځېدلېهغې وویل دا پرېکړه ورته ډېره سخته وه او لا هم د وجدان له عذاب سره مخ ده او ارام خوب نه شي کولای.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې د ماشومو نجونو د ودونو لپاره هر ډول قانوني چوکاټ کولی شي دې پدیدې ته مشروعیت ورکړي او د د پراختیا لامل یې شي.
دا ډول مسایل ډیر دي، لامل یې بې وزلي، بې کاري، مجبوري او جګړه ده، خلک ډېر غریب دي، زما خور هم د همدې وضعیت قرباني شوه، ځینې کسان راغلل او غوښتل یې هغه په زور یوسي، زما پلار مجبوره شو چې هغه له یوه سپین ږیري سړي سره واده کړي، چې له مور مې هم مشر و، حال دا چې زما خور شپاړس کلنه وهد کندز اوسیدنکی
د دوی په وینا، د طالبانو د حکومت «د زوجینو د جلا کېدو اصول نامه» خطرناک حقوقي، رواني، اقتصادي او ټولنیزې پایلې لرلی شي.
له ډلې یې د بشري حقونو فعالې ظریفه غفاري ازادي راډيو ته وویل:
"زما په اند دا اقدام د افغان نجونو وضعیت لا ډېر اندېښمنوي، کله چې د کم عمره نجونو نکاح ته رسمي او حقوقي چوکاټ ورکول کېږي، نو د نجلۍ بدن، رضایت، زده کړې او راتلونکی د کورنۍ او قاضي د پرېکړې تابع ګرځي، دا نه انساني کړنه ده او نه اسلامي، دغه اصولنامه د ښځو او نجونو پر ضد تبعیض لا پیاوړی کوي او د ماشومو نجونو د ودونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي."
هغې وویل نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره اړیکې، مرستې او رسمیت پېژندنه د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له لرې کولو سره مشروطه کړي او د ماشومانو د ساتنې مرکزونو، حقوقي مرستو، رواني ملاتړ او د ښځو د محلي شبکو تمویل زیات کړي.
په همدې حال کې، بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل راپور ورکړی چې د افغانستان د اقتصادي بحران له سختېدو سره، د کم عمره نجونو او ان نویو زېږېدلو ماشومانو د ودونو پېښې زیاتې شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ځینې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو او د خوړو د برابرولو لپاره خپلې لوڼې په کم عمر کې ډیر عمر لرونکو سړیو ته ورکوي او په ځینو مواردو کې د پیسو او ولور په بدل کې د څو ورځنیو نجونو د ودونو ژمنې کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د « د ذوجینو د تفریق اصول نامه » د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده له توشیح کولو وروسته د ثور په ۲۴مه خپره کړه.
دغه اصولانامه چې یوه مقدمه، دوه بابونه، ۱۲ فصلونه او ۳۱ مادې لري په پنځمه ماده کې یې راغلي چې په ځینو مواردو کې د هلک او نجلۍ نکاح په ماشومتوب کې هم صحیح ګڼل کېږي او دواړه له بلوغ وروسته کولای شي د خپلې خوښې په صورت کې نکاح فسخه کړي.
دغه اصولنامې پراخ غبرګونونه هم راپارولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما ویلي چې دا اصولنامه د افغان ښځو او نجونو حقونه کمزوري کوي او د هغوی پر وړاندې سیستماتیک تبعیض لا پیاوړی کوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو نیوکو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول انتقادونه نوي نه دي او باید ډېر اهمیت ورنه کړل شي.
بل لور ته، یو شمېر دیني عالمانو که څه هم په کم عمر د ودونو په اړه بیلابیل نظرونه وړاندې کړي، خو د افغانستان د اوسنیو شرایطو او د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر د دې اصولنامې د پنځمې مادې د تعدیل یا لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
له ډلې یې د شرعیاتو استاد او د مسلمانانو د نړیوالې ټولنېغړي ډاکټر فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته ویلي چې د اوسني وضعیت او د نجونو د خرڅلاو د پېښو د زیاتوالي د مخنیوي په خاطر غوره ده چې د کم عمره نجونو نکاح له قانوني پلوه منع شي.