د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په خاطر موافقې ته ډیر نژدې شوی دی، خو که چیرته خبرې ناکامه شي پر ایران به سخت بریدونه پيل شي.
ډونالډ ټرمپ د مې په ( ۲۳ مه) سي بي ایس تلویزیون ته وویل چې دا موافقه به د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا متحد ایالتونه، ایران او پاکستان چې د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې منځګړیتوب کوي د شنبې په ورځ وویل چې له نژدې درې میاشتو راهیسې د جګړې د پایته رسیدو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا یوې بلې رسنۍ اکسیوس ته په مرکه کې دا خبره هم وکړه چې دی د ایران د روغې جوړې د وروستۍ مسودې په تړاو له خپلو سلاکارانو سره خبرې کوي او ښایي تر یکشنبې پورې د جګړې د بیا پيلولو په اړه پریکړه وکړي، یعني یا به ښه موافقه ترلاسه کوي یا به جګړې ته مخه کوي.