له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، ملګري ملتونه وايي په تېرو څلور نیمو میاشتو کې څه دپاسه ۴۶۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي چې په کې نږدې ۵۵ زره یې په زور له هغه هیواده ایستل شوي دي.
افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان وايي په پاکستان کې له لسیزو ژوند کولو وروسته خپل هیواد ستانه شوي خو بې کاري او د سرپناه نه لرل یې لویې ستونزې دي.
ختیځ ننګرهار ته نږدې څلور میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره ستون شوی یو افغان محمد الله وايي له راتګ وروسته تر اوسه یې لا هم مناسب کار نه دی موندلی.
هغه چې په خبره یې په پاکستان کې یې نږدې ۳۰ کاله ژوند کړی شنبه د جوزا دوهمه ازادي راډيو ته وویل:« پاکستان کې اقتصادي وضعیت یو څه ښه وو، سهار به چې ووتو تر ماښامه مو یو څه پیدا کولای شول، خو دلته چې راغلی یو، بیا مو ښه ورځ نه ده لیدلې، نه کار شته نه روزګار شته، هر څه ته اړتیا لرو، کور نشته، خواړه نه لرو، باید موږ سره مرسته وشي.»
یو بل ستون شوی افغان علي محمد چې اوس مهال په تورخم کې د کډوالو لپاره په جوړ شوي لنډ مهاله پنډغالي کې دی ازادي راډیو ته وویل هیڅ نه پوهیږي په کوم لوري لاړ شي ځکه په هیڅ ولایت کې سرپنا نه لري.
هغه وویل په هغه هیواد کې له لسیزو ژوند تېرولو وروسته تازه خپل هیواد ته ستون شوی دی:« نه ځمکه لرم، نه جایداد لرم، په دې وطن کې هیڅ نه لرم، له حکومته غواړم چې موږ ته دې یوه نومره ځمکه راکړي چې لږ ترلږه کور پرې اباد کړو او خپل ژوند ته دوام ورکړو.»
د
د روان کال له پیله د مۍ تر ۱۶ مې په پاکستان کې له ۵۵ زره ډېر افغانان نیول شوي او توقیف شوي دي
ا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ « یو این ایچ سي ار» او د کډوالۍ د نړیوال سازمان « آی آو آیم » د ګډ راپور له مخې په پاکستان کې د نیولو او توقیف له ویرې د بې اسناده افغانانو ترڅنګ د « ای سي سي » او « پي او ار » کارت لرونکي افغانان هم بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
په دې راپور کې چې جمعه د غبرګولي یا جوزا په اوله خپور شوی راغلي چې د روان کال له پیله د مۍ تر ۱۶ مې په پاکستان کې له ۵۵ زره ډېر افغانان نیول شوي او توقیف شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د نیولو شویو کسانو ډېره برخه یې بې اسناده او د « ACC او POR » کارت لرونکي وو.
د راپور د معلوماتو له مخې د افغانانو د نیولو ډیرې پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخو او د پنجاب په اسلام اباد کې ثبت شوي دي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په پېښور کې میشت یو شمېر افغانان وايي د پولیسو د نیولو له ویرې ترې کار روزګار پاتې دی.
د پېښور په تاج اباد کې میشت یو افغان د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:« له کوره سړی ونه شي وتلی نو کاروبار څنګه وکړي؟ چې څنګه ووځې نیسې دي، دوکانداري پاتې ده، ډاکتر ته نه شو تللی، ماشومان مو ښوونځیو ته نه شي تللی، کاش مو په خپل وطن کې سرپناه لرله ولاکه مې یوه شپه لا دلته کړې وای، خو ډېر بد مجبوره یو، دلته مو دوکانونه دي چې اوس یې څوک په نیمه بیه هم نه اخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پیل شوې پروسه لا هم په شدت روانه ده او هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته ستنیږي، داسې مهال چې افغانستان له یوې خوا له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له بله خوا وروستیو طبیعي پېښو او وچکالۍ په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د راپور له مخې له ۲۰۲۳ کال راهیسي د ۲۰۲۶ کال تر مۍ میاشتې پورې نږدې ۲ میلیونه او ۴ لکه افغانان له پاکستانه ستانه شوي دي.
د مرستندویه ادارو په وینا، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی پر بشري مرستو او د خدماتو پر وړاندې کولو لا زیات فشار رامنځته کوي.
د کډوالو چارو د طالبانو د حکومت د رسېدو کمېسیون د تازه معلوماتو له مخې جمعه د جوزا اوله افغانستان ته څه دپاسه ۵ زره کډوال ستانه شوي چې ډېریې له پاکستانه په په جبري ډول ایستل شوي دي.