د چین په یوه کان کې چاودنې له ۹۰ تنو ژوند واخیست

د چین په شمال کې د ډبروسکرو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه مړه شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د چین د دولتي رسنیو پر اساس راپور ورکړی چې دا پېښه په تېرو ۱۷ کلونو کې د دغه هېواد په کانونو کې تر ټولو ستره غمیزه بلل شوې ده.

د چین دولتي خبري آژانس شینهوا ویلي چې دا پېښه د جمعې په ماښام، (د جوزا په لومړۍ نېټه) د شانشي ولایت د «لیوشېنیو» د ډبروسکرو په کان کې شوې ده.

د راپور له مخې، د چاودنې پر مهال ټولټال ۲۴۷ کارګر تر ځمکې لاندې په کان کې موجود وو.

شینهوا همداراز ویلي چې د ژغورنې ۳۴۵ کارکوونکي سیمې ته استول شوي وو او د هغو ۹ کسانو د موندلو هڅې یې کولې چې لا هم نادرکه ګڼل کېدل.

د جمعې د ورځې دا چاودنه له ۲۰۰۹ کال وروسته د چین په یوه کان کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.

په ۲۰۰۹ کال کې د چین د شمال ختیځ هیلونګ‌جیانګ ولایت د یوه کان په چاودنه کې ۱۰۸ کسان وژل شوي وو.

د چین ولسمشر شي جینګ پینګ امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې ټولې ممکنې هڅې وکارول شي، او د دې پېښې په اړه یې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه هم کړې ده.